Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/09

د افغانستان د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د سعودي عربستان د دلتا انټرنېشنل شرکت ګډون، افغانستان کې د پانګونې اړوند نوی باب ګڼل کېږي.

د یاد شرکت تجربې او د پانګونې کچې ته په کتو، تر ډېره دا هیله څرګندېږي چې د دې شرکت پانګونه به نه یوازې په کور دننه د نفتو او ګازو په تولید سره اړتیاوې تر یوه حده پوره کاندي بلکې زرګونه کسانو ته به کاري فرصتونه هم برابر کړي.

د دلتا انټرنېشنل شرکت استازي د تړون لاسلیکولو پر مهال په خپلو خبرو کې د دې شرکت پانګونه په افغانستان کې د لاسته راورڼو یو نوی باب وباله.

د دلتا انټرنېشنل شرکت اجراییوي رییس، شاهر التقي وايي: « ان‌شاءالله هڅه به وکړو چې د خپلو نړیوالو تجربو او مسلکي وړتیاوو پر مټ، د افغانستان د اقتصادي ودې، پرمختګ او ابادۍ په برخه کې اغېزناکه ونډه واخلو. موږ باور لرو چې ریښتینې همکاري او د تجربو شریکول کولی شي د افغانستان د روښانه او پرمختللي راتلونکي لپاره د لاسته راوړنو نوی باب پرانیزي.»

د افغانستان د کانونو او پټرویلم وزارت د دوشنبې په ورځ د دلتا انټرنېشنل کمپنۍ له استازي سره د هرات د نفتو او ګازو د یوې سیمې د اکتشاف او استخراج په برخه کې د پانګونې تړون لاسلیک کړ.

 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، ډاکټر زلمی خلیلزاد هم د تړون لاسلیکولو په مراسمو کې شریک وو او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره پر رامنځته شویو شرایطو خبرې وکړې.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې ډاکټر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ بلل او وايي چې له دې پرمختګونو سره  بهرنۍ پانګونې ته مناسب چاپېریال رامنځته شوی.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونت په خبرپاڼه کې زیاته شوې: « ډاکټر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې شویو پرمختګونو ته په اشارې وویل چې له دغو پرمختګونو سره په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره مناسب چاپیریال رامنځته شوی.  خلیلزاد دا هم وویل چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې څو شرکتونه لېواله دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»

 همدارنګه، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د یادو هېوادونو د کمپنیو  په لېوالتیا خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ملا برادر دغه راز ویلي، حکومت چمتو دی چې پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاو رامنځته کولو لپاره له دوی سره همکاري وکړي.

په ورته مهال، اقتصادي شنونکي هم د دلتا انټرنېشنل شرکت پانګونې ته خوشبین دي او وايي، د دې شرکت پانګونه به په کور دننه د نفتو او ګازو د تولید ترڅنګ، زرګونه کسانو ته کارزي زمینې هم برابرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالجبار وايي: « له نېکه مرغه د دې تړون له مخې به یاد شرکت افغانستان کې د نفتو اکتشاف او استخراج لاس پورې کوي. دا شرکت به افغانستان کې میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي او دا د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده. دا پانګونه په افغانستان کې نورو سترو شرکتونو ته د پانګونې لاره هواروي.»

افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پراختیا ته دا هیله مندي داسې مهال څرګندیږي چې د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، ځینې ګاونډي هېوادونه چې اشاره تر ډېره پاکستان ته ده، په افغانستان کې پرمختګونه نه شي زغملی.

ددوی په خبره، پاکستان هڅه کوي افغانستان کې د ستونزو په رمنځته کولو سره، د پانګونو او پرمختګونو مخه ونیسي، خو پاکستان به هېڅکله خپل هدف کې بریالی نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي
اقتصاد

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist