Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/03

بلخ ولایت کې د کورنیو تولیداتو د ودې او بهرنیو توکو د وارداتو کمولو په موخه، یو بل ګام هم پورته شو.

د هرې نوې کارخونې فعالیت یوازې د توکو تولید نه بلکې د کار، عاید او اقتصادي ځان بسیاینې نوې دروازې هم پرانیزي.

د بلخ په صنعتي پارکونو کې د پخلنځي لوښو د تولید یوه نوې کارخونه فعاله شوه چې په دوه شفټونو کې شاوخوا دوه زره بخاري او ساده دېګونه او ورته نور لوښي تولیدوي.

د کارخونې مسوولین وايي، ۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه یې کړې او ورسره یې ۱۰۰ تنو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي.

د کارخونې مسوول، ضیاخان سادات وايي: « موږ اوس هره ورځ پنځه ټنه او هره شپه هم پنځه ټنه تولید لرو. له موږ سره ۸۰ تنه په کار بوخت دي. موږ په دې کارخونه کې له ۳۰ میلیون څخه زیاتې افغانۍ پانګونه کړې او اراده لرو چې خپل کار نور هم پراخ کړو.»

هغه کسان چې دلته د کار زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي، خو له نورو پانګوالو هم غواړي چې په تولیدي برخو کې پانګونه وکړي، ترڅو له یوې خوا د هېواد اقتصادي بنسټونه پیاوړي او له بلې خوا ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

کارګر احمد رامش وايي: « ډېر خوشاله یم چې دلته کار کوم او عاید ترلاسه کوم. له نورو سوداګرو هم هیله لرو چې دا ډول کارخونې جوړې کړي، ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او پردیو وطنونو ته یې له تګ وژغوري.»

کارګر احمد رشاد وايي: « دا چې بل ځای کار پسې ځو، ښه ده چې خپل وطن کې کار وکړو. له نورو پانګوالو هیله کوم چې خپل وطن کې پانګونه وکړي، ترڅو ځوانان د کار لپاره بل ځای لاړ نه شي.»

په ورته مهال، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، په هېواد کې د ورته تولیدي کارخونو پراختیا کولی شي د وارداتي توکو کچه راټیټه او د کورنیو تولیداتو بازار لا پیاوړی کړي.

دوی همداراز ډاډ ورکوي چې د صنعت د ودې او پراختیا، د پانګوالو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد ابراهیم غضنفر وایي: « خصوصي سکټور له مالیاتي، امنیتي، صادراتي او وارداتي پلوه لا ډېر ملاتړ ته اړتیا او غوښتنه لري. همدارنګه مالي ملاتړ، د ځمکو وېش او ثابته انرژي هغه څه دي چې خصوصي سکټور د خپلې ودې لپاره ورته اړتیا لري.»

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازی وايي: « په بلخ ولایت کې له ۴۰ ډېرې د دېګونوجوړولو فابریکې شته او زموږ د معلوماتو له مخې یې صادرات هم نسبت نورو برخو ته ډېر دي. اسلامي امارت د دوی ملاتړ کړی او ملاتړ ته به ادامه ورکوي.»

د معلوماتو له مخې، افغانستان د بخار دیګونو له اړخه ځان بسیاینې ته رسېدلی او تېر کال یې خپل دغه محصول اوزبېکستان او یوشمېر نورو اسیایي هېوادونه ته صادر کړی هم دی. تمه شته چې سږکال به هم صادر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي
اقتصاد

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026
اسلام جار: ټاپي پروژه دوو میاشتو کې بشپړېږي، صنعتکاران دې د ګازو کارولو ته چمتو شي
اقتصاد

اسلام جار: ټاپي پروژه دوو میاشتو کې بشپړېږي، صنعتکاران دې د ګازو کارولو ته چمتو شي

اگست 30, 2026
هرات کې د ټاپي نل لیکې د ګازو وېش لپاره د شبکې جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

هرات کې د ټاپي نل لیکې د ګازو وېش لپاره د شبکې جوړولو کارونه پيل شول

اگست 30, 2026
افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی
اقتصاد

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

اگست 26, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist