د یمن د سولې د خبرو پر وړاندې دوه ستر خنډونه موجود دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي د یمن دوه ستر ښارونه د جګړې ډګرونه ګرځیدلي او په تړاو یې د یمن له ولسمشر سره خبرې روانې دي.
ملګري ملتونه غواړي چې د حوثیانو او یمن حکومت دواړو غوښتنې پوره شي.
د ملګروملتونو استازي وايي د یمن جګړه ځپلو سیمو کې د اوربند موضوع او د پلازمینې صنعا د هوايي ډګر د پرانیستې قضیه ډير مهمه ده.
یمن لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی مارتېن ګریفټ وايي په دې هڅه کې دي چې د سولې لپاره جګړه ځپلې سیمې له جګړو وژغوري.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتېن ګریفټ داسې ویلي (( موږ اوس هم د حدیدې او تېز ښارونو په اړه خبرې کوو، دا د یمن تر ټولو ستر ښارونه دي چې جګړه پکې روانه ده، موږ هیله من یو چې یوې هوکړې ته ورسیږو او په دې سیمو کې جګړه ختمه شي. خو موږ اوس هم په دغه موقف کې نه یو.))
ګریفټ وايي تر دې وروسته به د سولې نورې خبرې هم وشي او ډاډه دی چې له دې سره به دومدارې سولې ته لار هواره شي.
مارتېن ګریفټ وویل (( دا د سولې د بیلابیلو غونډو لومړی دور دی، موږ د ولسمشر هادی المنصور سره خبرې کوو، هغه دلته د سولې د خبرو لپاره راغلی چې دغې جګړې ته یوه سیاسي حل لار ومومي.))
سویډن کې د ملګروملتونو په منځګړیتوب د روانې ډسمبر میاشتې په شپږمه نیټه د سولې خبرې پیل شوې چې کومه ځانګړې پایله یې ور نه کړه.
په دې خبرو کې حوثیانو د انتقالي حکومت او د ولسمشر هادي المنصور د لرې کیدو غوښتنه وکړه او بل لور ته حکومت له حوثیانو وغوښتل چې د صنعا هوايي ډګر دوی ته پریږدي.











