Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/22

د ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل سره سم د ډنمارک اړوند ګرینلنډ ټاپو(جزیره) د امریکا او اروپا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په اساسي موضوع بدله شوې او د لوېدیځو هېوادونو ګډو ګټو او سوداګرۍ ته یې جدي زیانونه متوجه کړي.

اروپايي ټولنه او بریټانیا په ناټو کې د بودیجوي همکاریو مهم غړي شمېرل کېږي، خو د واشنګټن له خوا د متحده ایالتونو په قلمرو کې د ګرینلنډ له الحاق سره جدي مخالفت څرګند کړی.

د امریکا متحده ایالتونو د ګرینلنډ ترلاسه کولو او پر وړاندې يې له مخالفو هېوادونو سره د چلن پالیسي د سوداګریزو تعرفو پر لوړولو پیل کړې. د امریکا ولسمشر تازه په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه سویس ته تللی او هلته یې ویلي، له پوځي لارې د ګرینلنډ ترلاسه کولو هوډ نه لري، خو د خپلولو دريځ یې نه بدلېدونکی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « زه فکر کوم موږ داسې یوڅه ترسره کوو چې ناټو به پرې خوشاله وي او موږ به هم خوښ کړي، خو موږ د امنیتي موخو لپاره دې سیمې ته اړتیا لرو او زموږ متحدین به له متحده ایالتونو پرته ځواکمن نه وي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ټرمپ د جنوري په ۲۱مه د نړیوال اقتصادي فورم په ناسته کې وینا هم وکړي چې د اوکراين، غزې، ایران او نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ به د ګرینلنډ موضوع ته هم اشاره وکړي او په اړه به يې د اروپا او بریټانیا له مشرانو سره جلا کتنې ولري.

د فرانسې ولسمشر د اقتصادي نړیوال فورم په ناسته کې د ټرمپ له خوا د ګرینلنډ نيولو ګواښ ته په غبرګون کې د معمول خلاف په نسبتاً توندې لهجې کارولو سره خبرداری ورکړی چې اروپايي ټولنه او ناټو به د امریکا هغو فشارونو او ګواښونو ته تسلیم نه شي چې د ګرینلنډ  د نېولو لپاره یې په پام کې لري.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي: « هېڅ ډول ګواښ او وېرول به اروپايي هېوادونه دېته اړ نه کړي چې د ګرینلنډ په اړه خپل دریځ بدل کړي.»

پرمکرون سربېره، د بریټانیا لومړي وزیر، د اروپايي کمیسيون مشرې او د فنلنډ او سویډن په ګډون یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم د متحده ایالتونو له خوا د ګرینلنډ نيولو غوښتنه په کلکو ټکو غندلې او د دغو هېوادونو پر صادراتو د واشنګټن له لوري د تعرفو لوړول یې باج ‌ګيري ګڼلې ده.

ګرینلنډ له ډنمارک څخه څه باندې ۳۰۰۰ کیلومټره لرې د شمالي امریکا په لویه وچه کې پرته ټاپو ده چې له شاوخوا ۱۶۰ کلونو راهیسې یې امریکا د اخستلو او ترلاسه کولو دعوه لري.

ډنمارک د لاخوندیتوب لپاره تازه نور سرتېري هم ګرینلنډ ته استولي او دغه قطبي ټاپو د خپل ملکیت په توګه ساتي او د واشنګټن هر ډول جوړجاړي ته چمتو نه دی.

لومړۍ وزیره يې وايي، ګرینلنډ اوس مهال د اروپايي متحدینو ترمنځ دیوې داسې مسئلې په توګه مطرح شوی هېڅوک یې د پېرلو یا له لاسه ورکولو له پرېکړې سره موافق نه دي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټي فریډریکسن ویلي: « په ښکاره توګه دا یو سخت وضعیت دی او موږ هڅه کوو د دې سناریو حقیقت ته له رسېدو وړاندې يې مخنیوی وکړو.»

د راپورونو له مخې، د ګرینلنډ د نیولو په اړه په امریکا کې دننه د سیاسي ګوندونو او چارواکو ترمنځ وېشلي نظرونه موجود دي.

ټرمپ له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کاله په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې د ګرینلنډ ترلاسه کولو هڅې وکړې چې د ډنمارک حکومت او خلکو پر مخالفت سربېره، د ګڼو جمهوريت پالو او ډیموکراټ استازو له خوا یې هم ملاتړ ترلاسه نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي
نړۍ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

مې 12, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist