Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیکا اوسېدونکي: دولت دې د تاریخي سیمو بیارغونه وکړي

د پکتیکا اوسېدونکي: دولت دې د تاریخي سیمو بیارغونه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

پکتیکا د هېواد له لرغونو ولایتونو ګڼل کېږي او په کې لسګونه تاریخي سیمې او لرغوني آثار ثبت شوي دي.
 د دې ولایت  اوسیدونکي اندېښنه لري،که  اسلامي امارت د یادو تاریخي سیمو ساتنې او بیا رغولو ته پام ونه کړي، ښايي ډېری یې بېرته ویجاړې او له منځه لاړ شي.

د پکتیکا اوسېدونکی حاجي کبیر وايي: « له حکومت غوښتنه کوو، چې زموږ تاریخي ځایونه او زیارتونه بیا ورغوي. دا زموږ د نیکونو میراث دی، که ساتنه یې ونه شي، ښايي له منځه لاړ شي.»

ځايي خلک وايي، په تېر کې د نه پاملرنې له امله د پکتیکا ډېری تاریخي سیمې د بارانونو او واورو له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

 دوی ټینګار کوي، چې اسلامي امارت دې د تاریخي سیمو ترمیم او ساتنې ته ځانګړی پام وکړي.

د پکتیکا اوسېدونکی حاجي عالم خان وايي: «په پکتیکا کې ډېر تاریخي ځایونه شته، خو پاملرنه نه ورته کېږي.»

د پکتیکا یوبل اوسېدونکی محمد رسول وايي:« تمه لرو، چې دولت دغو تاریخي ځایونو او آثارو ته پاملرنه وکړي.»

اخوا ځایي مسوولین هم په دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو او آثارو بیا رغون مهم ګڼي او په دې برخه کې د ځینو پخوانیو کلاګانو او زیارتونو بیا رغونې ته هیله من دي.

د مسوولینو په خبره، که څه هم اړونده وزارت ورسره په یاده برخه کې ژمنه کړې،خو لا هم کوم عملي اقدام نه دی شوی.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کولتور رییس محمد امین حذیفه وايي: « څو پخواني زیارتونه دي، د اورګون هشت رخ کلا ده، په خیر کوټ کې یوه تاریخي کلا ده، همدارنګه دلته مرکز ښرنه کې هم يو څو زیارتونه شته، چې بیا رغونې او ترمیم ته جدي اړتیا لري.»

د پکتیکا د اطلاعاتو او کولتور ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت د مرکز ښرنې سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې تر دا مهاله ۱۵۰ تاریخي سیمې او لرغوني آثار ثبت شوي، چې شاوخوا ۱۲۰ یې یوازې په تېرو درېیو کالونو کې د تاریخي آثارو په توګه پېژندل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist