Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو وروستۍ پایلې به ژر اعلان شي

د پاکستان ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو وروستۍ پایلې به ژر اعلان شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/11

د راپورونو له مخې د پاکستان سږ کال پارلماني ټاکنې په سیاسي او امنیتي لحاظ له ګڼو ستونزو سره مخ وې.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون د فبرورۍ پر اتمه پارلماني ټاکنې او د خلکو حضور ستایلی او ویلي یې دي، چې وروستۍ پایلې به ژر اعلان کړي.

یاد کمېسیون زیاته کړې: « د رایې اچونې بهیر بشپړ شوی او د رایې شمېرنې بهیر روان دی. د رایې شمېرنې پروسه په دقت اوتر امنیتي څارنې لاندې ترسره کېږي، چې وروستۍ پایلې به یې ژر اعلان شي.»

له دې سره تحریک انصاف ګوند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مالوماتو له مخې د ټولو څوکیو له ۱۵۰ زیاتې یې ګټلي او د دغه هېواد د ټاکنو کمېسيون یې د رایو په غلا او درغلیو تورن کړی دی.

د یاد ګوند مشر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، په یوه غږیزه وینا کې د مسلم لیګ پر مشر نواز شریف نیوکه کړي او ویلي یې دي، چې هغه  د کمزوري عقل خاوند دی او ګوند یې د بریا څرګندونې داسې مهال کوي چې یوازې ۳۰ پارلماني څوکۍ یې ګټلي دي.

خان زیاته کړې: « زه باوري وم چې خلک به خپله رایه وکاروي او پراخه ګډون مو ټول حېران کړي دي، د ۲۰۲۴ کال پارلماني ټولټاکنو کې مو بریا مبارکه شه. د لندن پلان په ډیموکراټیک متحد تحرک سره شنډ شو، نوازشریف یو کم عقل مشر دی، چې ګوند یې د ۳۰ څوکیو سره د بریا وینا وکړه، دوه کاله مو سختې ستونزې او شکنجې وګاللې،  خپلواکه راپورونه ښي چې له ۱۵۰ زیاتې څوکۍ مو ګټلي.»

ورته مهال په شمالي وزیرستان کې د نېشنل ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ او د هغه پنځه ملګري د ډزو په یوه برید کې ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې محسن داوړ د شمالي وزیرستان میرانشاه کېمپ دروازې مخې ته ټاکنو کې د درغلیو پروړاندې له لاریون کوونکوسره د پولیسو لخوا په ‌‌ډزو کې ټپی شوی دی.

بلخوا په پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان وايي، ټول مخکښ ګوندونه اړ دي چې د ایتلافي حکومت لپاره له یوه او  بل سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

هغه زیاتوي: « تېره ورځ چې کومې هلې ځلې پيل شوې دي نو اصف زرداري او د پاکستان پخواني ولسمشر چې هغه د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک چیئرمېن دی په لاهور کې د مسلم لیګ له صدر شهباز شریف سره لیدلي و او دواړو د ایتلافي حکومت په اړه خبرې کړي، ځکه تېره ورځ د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې رهبر نواز شریف شهباز شریف ته دنده سپارلې وه، چې له نورو هغو ډلو سره چې په پارلمان کې یې څوکۍ ګټلي، په ایتلافي حکومت خبرې وکړي؛ نو دا خبرې پرون په لاهور کې پيل شوې او نن هم شونې ده چې په همدې لړ کې نورې خبرې هم د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مخالفو ډلو سره د ایتلافي حکومت په اړه پيل شي؛ په هر صورت اوس خو واضح اکثریت یوې ډلې هم نه دی ترلاسه کړی په پارلمان کې چې هغه په خپل سر حکومت جوړ کړي او دې ته اړتیا لري چې نورې له ډلې ځان سره شریکې کړي او د نوي حکومت جوړولو هڅه وکړي.»

د پاکستان پارلمان ۳۳۶ څوکۍ لري چې ۲۶۶ څوکۍ د ټاکنو له مخې ټاکل کېږي او پاتې ۷۰ څوکۍ چې ۶۰ یې ښځو او ۱۰ یې غېرمسلمان لږکیو ته ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist