Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
څېړنې: په پاکستان کې د نا امنیو او وژنو ګراف لوړ شوی

د پاکستان شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ: پاکستان کې د وژنو ګراف ۷۳ سلنه لوړ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/01

د ۲۰۲۵ کال له پای ته رسېدو سره په هېوادونو کې د لاسته راوړنو په اړه محاسبې روانې دي، خو برعکس پاکستان بيا تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې امنيتي پېښې حسابوي.

د دې هېواد شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ د ډسمبر په ۲۹مه په پاکستان او تر کنټرول لاندې سيمو کې يې د امنيتي پېښو په اړه څېړنيز راپور خپور کړی چې په کې د جګړې له امله د وژنې ګراف ۷۳ سنله لوړ ښودل شوی.

راپور کې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د پاکستان امنيتي پرسونل وژل شوي غړي ۶۶۴ تنه ښودل شوي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۶ سلنه زياتوالی په ګوته کوي او په دې توګه له ۲۰۱۱ کال راهيسې د مرګ ژوبلې له پلوه ۲۰۲۵ کال د پاکستاني ځواکونو لپاره خورا خونړی ياد شوی.

د پاکستان شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ راپور څرګندوي: « د ۲۰۲۴ کال په پرتله چې ۵۲۸ کسان په کې وژل شوي وو، په ۲۰۲۵ کال کې د ۶۶۴ کسانو په وژل کېدو سره د امنيتي پرسونل مرګ ژوبله هم ۲۶ سنله زياته شوې او دا له ۲۰۱۱ کال راهيسې چې د امنيتي پرسونل ۶۷۷ غړي په کې وژل شوي وو، خورا لوړ شمېر دی. د ۵۸۰ ملکي وګړو له وژل کېدو سره د دوی مرګ ژوبلې کچه هم ۲۴ سلنه زياته شوې.»

د پاکستان شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ په راپور کې دا هم ويل شوي چې د ناامنۍ ضد مبارزې اړوند پاشلې همغږي، اقتصادي فشارونه او د استخباراتي معلوماتو کموالي، وسله‌والو ډلو ته د بريدونو زياتولو وړتيا ورکړې.

شنونکي دا وضعيت د پاکستان د تګلارو کمزورۍ له امله بولي او زياتوي، دا ضعف د دې سبب شوی چې امنيتي ځواکونو يې د وضعيت مديريت کولو وړتيا وبايلي.

د پوځي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « دا د پوځ د سیاست کمزورتیا ده چې تلفات یې زیات شوي، ناکامۍ یې زیاتې شوې دي او که چېرې د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې له خپلو جنایتکاره سیاستونو لاس وا نه خلي، ښايي د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې په ګونډو شي.»   

د چارو ځينې نور څارونکي وايي، د امنيتي وضعيت له خرابوالي سره عام پاکستانيان په تګلارو کې د بدلون مکررې غوښتې کوي، خو په خبره یې، پر وړاندې يې د پوځ بې تفاوتي ښکاره کوي چې دا هېواد له خپلو تګلارو نه اوړي.

د سياسي چارو شنونکی فريدالله ځاځی وايي: «         په دې وروستیو کې د پاکستان په داخل او بهر کې دا یوه غوښتنه ډېره زیاته شوه چې پاکستان باید په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي، خو داسې ښکاري چې د پاکستان پوځي حکومت د دې کار اراده نه لري.»     

د پوځي چارو شنونکی اسدالله نديم وايي: « په ۲۰۲۵ کال د پاکستان امنیتي وضعیت فوالعاده بحراني و، نا امنۍ په کې پراخې شوې، د مخالفینو د بریدونو مقیاس لمنه پراخه شوه، د پوځ او ملکي وګړو تلفات لوړ شول.»

په خيبرپښتونخوا، قبايلي سيمو او پاکستان کې د ناامنيو په اړه کلنۍ اروزنې داسې‌مهال خپرېږي چې دا هېواد پر اقتصادي او امنيتي ننګونو سربېره له پراخو سياسي ننګونو سره هم مخ دی.

د خيبرپښتونخوا اعلی وزيرسهېل افريدی د تحريک انصاف ګوند بنسټ‌ګر او پخواني لومړي وزير عمران خان په لارښوونه له پنجاب وروسته په بلوچستان کې هم د ياد ګوند خواخوږي د اوسني ایتلافي حکومت ضد لویو او پراخو پاڅونونو ته هڅولو پسې وتلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist