په پاکستان کې د حکومت اپوزیسیون د پاکستان ژغورنې لپاره د لنډمهاله حکومت جوړېدو او د رڼو ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کړې.
د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له دې سربېره ويلي، ټول سیاسي بندیان باید ازاد، هېواد کې د قانون او ډیموکراسۍ پر بنسټ اداره جوړه، عدلي نظام خپلواک، رسنۍ ازادې او پوځ بايد له سیاسي چارو لرې وساتل شي.
نوموړي تازه د پاکستان ژغورنې لپاره د اڅکزي فورمول په وړاندې کولو سره پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، ټول سیاسي ګوندونه او ملي شخصیتونه هم باید د پاکستان راتلونکي سیاسي جوړښت لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
محمود خان اڅکزي زیاته کړې: « پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام وي. باید روښانه اساسي او قانوني نظام ولري. عدالت باید په خپل چوکاټ کې خپلواک وي. مطبوعات باید له سانسور څخه ازاد وي. ډاډ دې ورکړل شي چې وسلهوال ځواکونه له سیاسي بهیره جلا او یوازې خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې فعالیت کوي او همداراز به یوازې پر ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز لري.»
هغه زیاته کړې، منتخب پارلمان باید د ټول واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب شي او همداراز یې د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشي کېدو ټينګار کړی.
په پاکستان کې د حکومت اپوزیسیون مشر په دې اړه ویلي: «ټول سیاسي بندیان باید خوشي شي او لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، ترڅو یو ولسواک پاکستان بېرته جوړ کړي. د ټاکنو یو شفاف او خپلواک کمیسیون باید جوړ شي، ترڅو د یوه کال په موده کې ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي.»
محمود خان اڅکزي په خپل وړاندیز کړي فورمول کې څرګنده کړې چې که بل څوک تر دې غوره وړاندیزونه لري، نوی دوی به یې هرکلی وکړي.
اڅکزي د شنبې په ورځ هم د پاکستان ژغورنې په موخه پر خلکو، سیاسیونو او دیني علمانو غږ کړی و چې باید یو موټی شي او اجازه ورنه کړي چې هېواد یې له ستونزو او ننګونو سره مخ شي.
د سیاسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي: « که له لسیزو راهیسې د پاکستان رژیم له خوا کارول شوې پالیسۍ و ارزول شي، نه پایله یې صفر ده؛ ځکه هلته ملتونه، قومونه او صوبې د نفاق پر دسترخوان راټول کړای شوي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د پاکستان اقتصادي، ټولنیزو، امنیتي او نظامي ستونزو ته په کتو، ښايي پاکستان درک کړې وي چې نور رغنده ګامونه پورته کړي، عمران خان له زندان څخه خوشی کړی؛ ځکه د هغه پلویان د پاکستان اکثریت دی.»
د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان سیاسي جوړښت پر پوځ ولاړ دی او دا څه ډېر ځله امکان نهلري چې د دې هېواد پوځ له سیاسي چارو و ایستل شي.
د دوی په باور، په پاکستان کې له کلونو راهیسې داسې هڅې روانې دي چې د دې هېواد پوځ له سیاسي چارو و ایستل شي، خو لا هم په دې برخه کې رغنده ګام نهدی اخستل شوی.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « کاش داسې وشي، زما په نظر دا آرماني خبره ده او په اوسني حالت کې د پاکستان لپاره ډېره عملي نه ده. که داسې وشي چې د پاکستان ملکی سیاستوال، سیاسي ګوندونه او پارلمان د دې وړتیا ولري چې پالیسۍ جوړې او بنسټونه په ډیموکراټیک ډول ورغوي، دا به مثبته پایله ولري.»
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « پاکستان د غربي نړۍ د خاصو موخو او اهدافو لپاره جوړ شوی او د دې واک یې ټول پوځ او استخباراتو ته ورکړی. تاسو وینئ چې کله پاکستان ته کوم فرمایش ورکول کېږي، نو پوځیان یې ورغوښتل کېږي او دنده ورسپارل کېږي.»
محمود خان اڅکزي د شنبې په ورځ هم خبرداری ورکړی و چې د پاکستان کورنی وضعیت ورځ تر بلې د کړکېچ خواته روان دی.
د پاکستان اوسني حکومت لا تر اوسه د اپوزیسیون د مشرتابه یاد فورمول ته څه غبرګون نهدی ښودلی، خو په دې وروستیو کې د دې هېواد سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران له کبله وخت ناوخت هلته سیاسي ګوندونه او نور بانفوذه سیاسي مشران اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي.