Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستاني ځواکونو لپاره تېره میاشت مرګونې وه

د پاکستاني ځواکونو لپاره تېره میاشت مرګونې وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/05

د پاکستان امنیتې وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو روان دی، داسې چې په دې وروستیو کې يې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

په پاکستان کې د شخړو او امنیت څېړنیز انسټیټیوټ په خپل خپاره کړي راپور کې، روان زېږدیز کال د پاکساني ځواکونو لپاره خونړی ياد کړی او ويلي دي چې يوازې په تېره مارچ مياشت کې د چاودنو او وسله والو بريدونو په پرمهال ۷۳ پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د راپور یوه برخه: « د دې مرکز شمېرې ښيي چې د روان کال مارچ میاشت کې د چاودنو او وسلوالو بريدونو پرمهال ۷۳ پوځيان وژل شوي ۸۸ نور ژوبل شوي دي. دغه راز، د مارچ میاشتې په اوږدو کې ۶۷ ملکي وګړي په امنیتي پېښو کې وژل شوي او ۲۵۸ کسان ټپیان شوي هم دي.»

د دې مرکز مسوولینو پاکستان کې د پوځي عملیاتو پراخېدل د پاکستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ډېرېدو لاملونه بللي دي.

په ياد راپور کې خیبرپښتونخوا او بلوچستان هغه سيمي ښودل شوي چې د ناامنۍ پېښې په کې د نورو سیمو پرتله زياتې دي.

همدا راز په راپور کې راغلي چې په مارچ مياشت کې د پاکستان په پنجاب ايالات کې هم د ناامنیو پېښې د پام وړ زيات شوې چې د زياتو بريدونو مسووليت يې د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستی.

د  سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان اوسنی وضعيت بحراني دی او حکومت یې نه شي کولی خپله واک سیمه کې روان بد حالت مهار کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « زه ویلی شم چې د پاکستاني ځواکونو لپاره تردې هم خونړۍ میاشتې را روانې دي او تر هغو به ادامه ولري چې د پاکستاني نظامیانو، سیاستوالو او اسختباراتي کړیو پلانونه په سیمه کې ناکام شي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا بریدونه او جنایتونه ټول د پاکستان د پوځ او (آی.اېس.آی) له خوا ترسره کېږي. آیا تاسو پوهېږئ چې دوی په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې څومره ولسونه ووژل؟ زه په زغرده وایم چې د پاکستان وضعیت به له دې هم بدتر شي او د تجزیې خواته به ځي. د دې لپاره چې انسانان د آزاد ژوند حق لري، نو په پاکستان کې له تجزیې پرته بله لار نه شته.»

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړي چې په دې هېواد کې د ناامنیو پېښې په یو نه یو ډول له افغانستان سره تړاو لري او اسلامې امارت یې باید د مخنیوي لپاره رغنده ګامونه واخلي.

خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت چارواکي وايي، پاکستان کې امنیتي پېښې د دې هېواد کورنۍ موضوع ده او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای دې د خپل ناامنه هېواد امنيت ټینګ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist