Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاریس المپيک سیالۍ؛ د پرانیستې مراسمو کې د همجنسګرانو له لوري تمثیل عیسویت ته سپکاوی بلل شوی

د پاریس المپيک سیالۍ؛ د پرانیستې مراسمو کې د همجنسګرانو له لوري تمثیل عیسویت ته سپکاوی بلل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/29

په فرانسې کې د جولای پر ۲۶ د المپیک نړیوالو سیالیو پرانیستې مراسم د یو شمېر هېوادونو مشرانو او نړیوالو مطرحو کسانو له لوري په سختو ټکو غندل شوي دي.

د المپیک سږ کال سیالیو پرانیستې مراسم چې د تېرو کلونو پرتله دا ځل په زیات لګښت او متفاوته بڼه د پاریس ښار سن سیند غاړې ته ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د عیسویانو پر ځانګړیو مراسمو مسخرې چې د یو شمېر همجنسګرانو له لوري ترسره شوي، د عیسويانو غبرګونونه یې راپارولي دي.

دهنګري لومړی وزیر  ویکټور اوربان وايي: «په لوېدیځ کې د اخلاقو په نوم څه نه دي پاتې. موږ دا هر څه د پاریس په المپیک پرانیستلو مراسمو کې ولیدل.»

د ایټالیا لومړي وزیر مرستیال ماتیو سالویني هم په فرانسې کې د المپیک سیالیو د پرانیستې مراسم د مذهبي عقایدو لپاره بد خبر بللی او د نړۍ د میلیاردونو کسانو دین ته په کې شوی سپکاوی يې غندلی دی.

سالویني زیاته کړې:« د نړۍ د میلیاردونو خلکو دین ته په سپکاوي سره د المپیک سیالیو پیل یقینا بد خبر و.»

همدا راز یو شمېر مطرحو څېرو هم پر عیسویت د همجنسګرانو ملنډې دغه دین ته لوی ګواښ ګڼلی او له عیسویانو یې غوښتي، چې د دین دفاع لپاره متحد شي.

 د ټسلا کمپنۍ مشر ایلان ماسک وايي:« که د عیسویت د دفاع لپاره په زړورتوب عمل ونه کړو، لرې به نه وي، چې دغه دین له منځه لاړ شي.»

بلخوا د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون چې د ۲۰۲۴ ز کال دالمپیک سیالیو پرانیستې مراسمو کې پر دیني عقاید د همجنس ګرانو غیر اخلاقي تمثیل ته یې غبرګون نه دی ښودلی، په یوه کلمه کې دغو مراسمو ته په اشارې ویلي، دا فرانسه ده.

له دې ورهاخوا د ټولنیزو رسنیو په زرګونه مطرحو نړیوالو شخصیتونو هم د دې سیالیو پرانیسې مراسمو کې همجنس ګرانو له لوري پر عیسوي مذهب ملنډې غندلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د فرانسې په کوربتوب د المپیک سږنۍ سیالیو پرانیستې مراسمو ته د شاوخوا ۸۰ هېوادونو مشران هم وربلل شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist