Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د وېنزوېلا تښتول شوي ولسمشر په امریکايي محکمه کې له ځان دفاع وکړه

د وېنزوېلا تښتول شوي ولسمشر په امریکايي محکمه کې له ځان دفاع وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

پر وېنزویلا له برید وروسته د امريکا سترې محکمې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن د محاکمې لپاره ورغوښتي و. د راپورونو له مخې، نیکولاس مادورو په محکمه کې پر نوموړي ټول لګول شوي تورونه رد کړي دي.

ښاغلی مادورو د امريکا له لوري د نشه‌يي توکو په قاچاق، ترهګريزو کړنو، د وسلو او ویجاړوونکو چاودېدونکو توکو پر ساتنې تورن دی. راپورونه وايي، مادورو د نیویارک په محکمه کې ویلي چې هغه لا هم د وېنزوېلا برحاله ولسمشر دی.

د وېنزوېلا پرځول شوی ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي: « زه بې ‌ګناه یم، تورونه نه منم. هغوی بې ‌له کومو ښکاره شواهدو راغلل او زه یې په خپل کور کې ونیولم. زه یو شریف سړی یم او د خپل هېواد ولسمشر یم. بیا بیا وایم زه یو بې ‌ګناه او شریف سړی یم.»

د مادورو مېرمن سیلیا فلورېس چې له خپل خاوند سره يو ځای امريکايي ځواکونو نیولې، هم پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي. د دوی د محاکمې پرمهال د ویډیو اخیستلو اجازه نه وه، خو یوازې محدود شمېر خبریالانو ته د محاکمې په غونډه ګې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.

بله خوا، د ملګرو ملتونو امنيت شورا په وېنزوېلا کې د رامنځته شوي وضعیت او د امریکا د بریدونو په اړه ځانګړې ناسته وربللې وه. دا ناسته چې د يادې شورا له لوري په ۲۰۲۶ زېږدیز کال لومړنۍ ناسته او ځانګړې وه، اجنډا یې نړیوال ثبات ته ورپېښ ګواښونه بلل شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې ناسته کې ګډون نه دی کړی، خو دې بېړنۍ ناستې ته يې مرستیالې روزمري ډي‌کارلو د نوموړي پیغام لوستی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې روزمري ډي‌کارلو ویلي: « د وېنزوېلا په اړه د متحده ایالاتو د کړنو په تړاو سخته اندېښنه لرم. په دې برخه کې د نړیوالو حقوقو اصولو ته درناوی نه دی شوی. زه د دې هېواد د احتمالي بې‌ثباتۍ د زیاتېدو، پر سیمې د هغه د ممکنه اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لرم. دا ښايي د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمخ په څرنګوالي کې ټکر رامنځته کړي.»

په ملګرو ملتونو کې د وېنزوېلا استازی وايي، هېواد يې پرته له کوم قانوني توجیه د غیرقانوني وسله ‌وال برید هدف ګرځېدلی او امریکا یې د ملګرو ملتونو له منشور څخه په ښکاره سرغړونې تورنه کړې ده.

نوموړي ويلي، نه یوازې دا چې د هېواد حاکمیت یې په خطر کې دی بلکې د نړیوال قانون اعتبار او د ملګرو ملتونو واک هم په خطر کې دی.

په ملګرو ملتونو کې د وېنزوېلا استازی سامویل مونکاډا ویلي: « وېنزوېلا د جنورۍ په درېیمه نېټه د امریکا له خوا له غیرقانوني وسله‌وال برید سره مخ شوه چې هېڅ قانوني توجیه یې نه لرله او د ملګرو ملتونو د منشور، د جینوا کنوانسیونونو او د حاکمیت د مساواتو له اصل څخه ښکاره سرغړونه وه.»

د ملګرو ملتونو دغې بېړنۍ ناستې کې د کولمبیا، روسیې او چین پر نیوکو سربېره هم د امریکا استازي خبرې وکړې او پر وېنزوېلا يې د بريد او د ولسمشر نيولو له اقدام کلکه دفاع وکړه.

بله خوا، د وېنزوېلا د پارلمان غړی او د پرځول شوي ولسمشر نیکولاس مادورو زوی نيکولاس ګویرا، د خپل مور او پلار له توقيف راهیسې په لومړي ځل خبرو کې د امریکا دا کړنه غندلې او د خپل مور او پلار د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې.

نیکولاس ګویرا زیاته کړې: « که موږ د ولسمشر تښتونه عادي کړو، هېڅ هېواد به خوندي نه وي. نن وېنزوېلا ده، سبا بل هر هغه هېواد کېدی شي چې له تسلیمېدو انکار وکړي. دا سیمه‌يیزه ستونزه نه ده بلکې د نړۍ سیاسي ثبات ته مستقیم ګواښ دی.»

بله خوا، د نيکولاس مادورو مرستيالې دلسي رودرېګز د پلازمېنې کاراکاس د ملي شورا په غونډه کې د وېنزویلا د لنډمهالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

د دې هېواد د ملي شورا ریيس خورخه رودرېګز چې د لنډمهالې ولسمشرې ورور دی، نوموړې ته سوګند ورکړ.

رودرېګز په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، دا مراسم له هغه درد وروسته ترسره کوي چې هېوادوالو ته يې د یوه غیرقانوني نظامي تېری وروسته رسېدلی.

د وېنزوېلا لنډمهالې ولسمشرې دلسي دودرېګز ویلي: « نیکولاس مادورو او مېرمن سیلیا فلورېس دوه هغه اتلان دي چې وېنزوېلا به تل پرې ویاړي. تاسې پوهېږئ چې زموږ هېوادوال نن سبا له یوه درانه غم او درد سره مخ دي. زموږ پر هېواد یو غیرقانوني نظامي تېری شوی چې له امله یې موږ ټول دردمن یو.»

د وېنزوېلا ۵۶ کلنه لنډمهاله ولسمشره له امریکا سره برمته نیکولاس مادورو متحده ده او له ۲۰۱۸ کال راهیسې يې مرستیاله پاتې شوې. هغې مخکې د وېنزوېلا د اقتصاد او ماليې وزارتونه هم پرمخ وړي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د معلوماتو له مخې، زرګونو وېنزوېلایانو د دوشنبې په ورځ په کاراکاس کې لاریون وکړ او امریکا ته د لېږدول شوي ولسمشر نیکولاس مادورو د خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.

لاريون کوونکي د وېنزوېلا د پارلمان مخې ته په داسې وخت کې راټول شوي وو چې د نيکولاس مادورو مرستیالې دلسي رودرېګز د لنډمهالې ولسمشرې په توګه لوړه کوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist