Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/24

له ایران سره د اسراییلو او امریکا جګړې په نړۍ کې د تېلو بیې نږدې ۲۵ سلنه لوړې کړې او په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتېدونکو کړکېچونو له امله د بیو لا لوړېدو اندېښنې هم شته.

هرمز تنګی له عربي هېوادونو او ایران څخه د تېلو د ټرانزیټ یوازینۍ لار ده چې د ایران او عمان په ګډه پوله کې موقعیت لري او د نړۍ لږ تر لږه ۲۹۰ سلنه انرژي تمويلوي.

خو اوسمهال د ایران له خوا په دې تنګي کې په سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ محدودولو امریکا له خپلو نږدې متحدینو په ځانګړې توګه له ناټو سره په ناندریو کې ښکېله کړې چې دواړه لوري یې په اړه شريک دريځ نه لري.

د ناټو سرمنشي له سي‌بې‌اېس نيوز او سکای نیوز سره په تازه مرکو کې ویلي، ایتلاف یې د درېیو پوښتنو په توګه په دې بحث کوي چې څه باید وکړي، څه وخت یې وکړي او چېرته یې وکړي؟

د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي: «له پنج‌شنبې راهیسې د یوې ډلې په توګه ۲۲ هېوادونه چې سوېلي کوریا، جاپان، اسټرالیا، متحده عربي امارات او بحرین هم په کې شامل دي او ډېری یې د ناټو غړي هېوادونه دي، په دې اړه ارزونه کوي چې څه شي ته اړتیا ده او څه وخت اړتیا ده؟ ترڅو هرمز یو پرانیستی او ازاد تنګی وي.»

د ناټو ایتلاف غړیو هېوادونو ناڅرګند دریځ د امریکا له توند غبرګون سره مخ شوی. ولسمشر یې تېره اوونۍ دا ایتلاف له متحده ایالاتو پرته د نوموړي په ټکو کاغذي پړانګان بللی و چې په خبره يې له ایران سره په جګړې کې د ښکېلتیا تمه ترې نه شي کېدای.

نوموړي ایران ته د یاد تنګي د پرانستلو په تړاو پر مکررو ګواښونو سربېره ۴۸ ساعته مهلت ټاکلی و او ګواښ یې کړی و چې له ټاکل شوي مهلت وروسته به د هر ډول محدودیت په غبرګون کې د ایران د انرژۍ توليدولو تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «که ایران په ټاکل شویو ۴۸ ساعتونو کې په بشپړه توګه او له ګواښ پرته هرمز تنګی خلاص نه کړ، نو متحده ایالات به د ایران د برېښنا بېلابېل تاسیسات په نښه او ویجاړ کړي چې پیل به یې له سترو هغو څخه وي.»

خو تهران بیا دا تنګی په بشپړه توګه تړلی نه بولي او ټینګار کوي چې  پر ایران د امریکا تحمیل شوې جګړې د دې نړیوالې ټرانزیټي لارې ثبات ته په قصدي توګه خطرونه رامنځته کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي: « د هرمز تنګی نه دی تړل شوی، ځکه بیمه ورکوونکي شرکتونه د هغې جګړې له ویرې خپلې بېړۍ نه استوي چې تا په خپله پیل کړې. هېڅ بیمه ورکوونکی او یا ایرانی وګړی به د ګواښونو له امله قانع نه کړې. نو د درناوي هڅه وکړه، یا د دواړو درناوی یا د هېڅ تمه مه کوه.»

د راپورونو له مخې، هرمز تنګی د نفتو د ټرانزیټ هغه مهمه لاره ده چې د  عراق، کوېټ، متحده عربي اماراتو، قطر او ایران نفت او سوداګریز توکي ترې تېرېږي او د فبروري له ۲۸مې راهیسې چې پر ایران د اسراییلو او امریکا بریدونه پیل شوي، د ایران سپاه پاسداران ځواک دا تنګی د امریکا او د دې هېواد د هغو متحدینو پر مخ تړلی چې پر ایران د امریکا په جګړه کې په مستقیم ډول ښکېل پېژندل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist