Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/07

د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو.اېچ.او) وايي، د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ هڅه کوي افغانستان کې میندو او ماشومانو لپاره موجوده روغتیايي خدمات لا پیاوړي کړي.

دې سازمان په خپل تازه خپاره کړي راپور کې افغانستان د میندو مړینی له پلوه لاهم مرګونی هېواد ګڼلی او وايي، اوس هم په دې هېواد کې په هر یو ساعت کې یوه مور د زیږون پر مهال ساه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې ټینګار کړی چې میندو ته د زېږون پر مهال چې ډېر کله له خطرناک حالت سره مخامخ کېږي، ټول روغتیایي امکانات باید ورته په پام کې نیول شوي وي.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي: « موږ د اسلامي پراختیایي بانک په سخاوتمندانه ملاتړ سره په ټول افغانستان کې میندو او ماشومانو ته اساسي روغتیایي خدمات برابرول غواړو. د دې کار اساسي موخه دا ده چې میندو ته په خوندي ډول د ماشوم زیږون امکانات برابر شي. له دې سره خوا کې، هڅه کوو هغو مېرمنو ته هم لازم خدمات وړاندې شي چې د ماشوم په زېږون کې ستونزې لري.»

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ویلي، په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې اکثریت میندې د بېلابېلو لاملونو په تېره بیا د وینې لوړ فشار او ستونزمن زېږون له امله ژوند بایلي.

د راپور له مخې، هغه میندې چې له دې حالت څخه ژوندۍ ووځي، وروسته بیا له ناسمو پایلو سره مخ کېږي. 

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه ویلي: « په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو  ژوندیو زېږونونو کې ۵۲۱ میندې د ځینو داسې ستونزو له کبله ژوند بایلي چې مخنیوی یې اسانه دی. د مثال په توګه، د وینې لوړ فشار، عفونت او ستونزمن زېږون خپل ژوند بایلي.»

وموغوښتل د روغتیا نړیوال سازمان د دې راپور په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو، خو نظر یې له موږ سره شریک نه کړ.

د نسايي ولادي څانګې یو شمېر ډاکټرانې بیا په  هېواد کې د میدواره میندو د مړینې لوړې شمېرې ته په کتو وایي، د زېږون پر مهال د میندو مړینې د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د میندوارۍ په لومړیو میاشتو کې میندو ته پوهاوی ورکړل شي.  

دوی همداراز د معیاري روغتونونو کمښت او د میداورۍ پر مهال میندو ته نه پاملرنه هم د میندومړینې یو له اساسي عواملو بولي.

د نسايي څانګې ډاکټره کوکب نواب وايي: « د میندو مړینې د مخنيوي لپاره باید په ځانګړې توګه ولایتونو کې د حامله میندو لپاره د مشاورې او لارښوونې لپاره مرکزونه جوړ شي او دغه راز د نارینه و لپاره هم د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي. همدارنګه باید لرې پرتو او غرنیو سیمو کې روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه زیات شي، ترڅو د مړینې کچه راټیټه شي.»

له دې ور هاخوا، د ماشومانو روغتیا هم هغه څه ده چې ژورې اندېښنې یې په اړه ښودل کېږي.

د عامی روغتیا وزارت د عامه خواړو ریاست بیا په ماشومانو کې د خوارځواکۍ زیاتېدو خبره کوي او وايي، خوار ځواکي ډېرکله د ماشومانو مړینې سبب هم ګرځي.

د چارواکو په خبره، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درمنلې لپاره ځینې ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د خواړو ریاست یو مسوول ذبیح الله وايي: « په بېړنیو حالاتو کې زموږ خدمات داسې دي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او هغه ټول ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالو کم وي، تر دې پروګرام لاندې نیول کېږي. همدارنګه موږ په ټولو کلینیکونو کې د مشاورې څانګه لرو . له ټولو میندو هیله لرو چې د میندوارۍ پرمهال هره میاشت ورشي او مشوره واخلي.»

د روغتیا نړیوال سازمان له خوا دا راپور داسې مهال ورکړل شوی چې د یونیسف ادارې د یوه راپور له مخې، افغانستان به تر ۲۰۳۰ میلادي کاله ډېرې ښځینه ډاکټرانې له لاسه ورکړي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د دې کار یو له اساسي عالتونو هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو تړل ښودل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي
روغتیا

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

اگست 17, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist