Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جاپان مخکینی لومړی وزیر شینزو ابې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

د جاپان مخکینی لومړی وزیر شینزو ابې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/09

د جاپان مخکینی لومړي وزیر شینزو ابې د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۷ مه» نارا ښار کې  په یوه کمپایني غونډه کې د وینا پر مهال د شاه له لوري په ډزو ویشتل شو.

ابې د سختو ټپونو له امله څو ساعتونه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د جاپان اوسني لومړي وزیر فومیو کشیدا، دا یو له وحشت ډک عمل بللی او وايي،د زغم وړ نه دی.

کشیدا  زیاته کړه:« دا له بربریت او وحشت ډک برید و.موږ ته دا د زغملو وړ نه دی. زه یې په ډېرو سختو ټکو غندنه کوم. موږ د پیښې بشپړه څېړنه کوو.» 

امنیتي ځواکونو د پیښې په ځای کې، برید کوونکی نیولی،چې ټېډسویا نومیده او ۳۴ کلونه عمر لري.

بریدګر، ټېډسویا چې د جاپان د سمندري ځواکونو پخوانی غړی دی، پخپلو اعترافاتو کې یې ویلي، له لومړي وزیر ابې ناراضي و او اراده یې کړې وه،چې هغه ووژني.

یوه عیني شاهده  وايي:« د هغه په لاس کې وسله وه او دغه وسله د ماشومانو د لوبو په څېر وه ،و غږ یې ډېر لوړ و. موږ یې په اوریدو له سیمې وتښتیدو.» 

که څه هم بریدګر د شینزو ابې له کړنو په ناراضایتۍ کې پر هغه برید کړی دی،خو جاپاني وګړي پر دغه پیښه ډېر خواشیني بریښي او وايي ابې پخپل وخت کې ډېر کار کړی دی. 

د جاپان یو تن اوسېدونکی  وايي:« زه هیڅ تصور نشم کولای،چې داسې یو څه دې پیښ شي او نه پوهیږم چې دا څه روان دي.» 

د جاپان یو بل اوسېدونکې بیا وايي:«زه شاک شوې یم. ما دا تمه نه لرله، چې داسې څه وشي، هغه پخپل وخت کې ډېر کار کړی دی.» 

د شینزو ابې پر وژل کیدو د نړۍ ګڼو مشرانو هم خواشیني څرګنده کړې او په کلکو ټکو یې غندنه کړې ده.

شینزو ابې په بېلابېلو لوړو پوستونو کار کړی دی،چې بیا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ زېږدیز  کال کې د جاپان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو  او تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې یې دوه ځل دغه دنده پرمخ یوړله. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist