Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران ستر مذهبي مشر د ترور په اړه نړیوال غبرګونونه؛ ستاینې او غندنې

د ایران ستر مذهبي مشر د ترور په اړه نړیوال غبرګونونه؛ ستاینې او غندنې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/02

د امریکا او اسراییلو له خوا د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله سیدعلي خامنه یي ترور د  نړۍ په کچه بېلابېل غبرګونونه له ځانه سره لرل. یو شمېر هېوادونه او اشخاص د امریکا او اسراییلو دا اقدام غندي او ماتم کوي، خو یو شمېر نور بیا د دې اقدام هرکلی کوي.

 ایران کې د خامنه یي ژوند بایللو له کبله ۴۰ ورځې ماتم او ۷ ورځې رخصتي اعلان شول؛  د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د امریکا او اسراییلو دا اقدام یو ستر جنایت وباله.

د ایران په ګاونډي عراق کې بیا درې ورځې ماتم اعلان شو او خلکو واټونو ته په راوتلو سره په دې اړه  خپل احتجاج څرګند کړ.

د پلازمېنې بغداد په ګرین زون کې چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه ودان دي، لاریون کوونکو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې.

روسیې او چین چې دواړه د ایران نږدې ملګري بلل کیږي، د امریکا او اسراییلو حملې غندلې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران ولسمشر او خلکو ته د خامنه یي د ژوند بایللو له کبله خپل تسلیت وړاندې کړی.

چین بیا پر ایران د امریکا او اسراییلو برید په خپلواکۍ یو څرګند تیری بللی او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړه.

د چین دولتي خبري اژانس سن هوا په دې اړه لیکلي: « دا بریدونه ښيي چې امریکا په هغو خبرو کې جدي نه وه  چې له ایران سره یې د ایران هېواد د اټومي پروګرام په اړه پیل کړې وې. په داسې حالت کې د ځواک کارول چې ډېپلوماسي د بریالي کېدو په حال کې وه، یو خطرناک پیغام لیږدوي.»

په امریکا کې دننه هم د خامنه یۍ ژوند بایللو په اړه دوه ډوله غبرګونونه څرګند شوي.  د متحده ایالاتو د کانګرېس هغو غړیو چې له اوږدې مودې یې له تهران سره مخالفت درلود، د خامنه یي په نښه کول یې ستایلي دي.

خو د سناتور بیرني سندرز په څېر د کانګرېس یو شمیر غړیو بیا دا اقدام غندلی او هغه یې د متحده ایالاتو له اساسي قانون او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللی.

 سناتور بیرني سندرز ویلي: « دا اقدام د امریکا متحده ایالاتو له اساسي قانون او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی.   د امریکا متحده ایالاتو د کانګرېس غړي باید د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره د ټرامپ د لا زیاتو پوځي ښکېلتیاو مخه ونیسي.»

د دې په ځواب کې سناتور لینډسي ګراهام بیا د ټرامپ مشري وستایله او ویې ویل، دی د امریکا د حکومت په اقداماتو ویاړي. ګراهام وړاندې ویلي چې ولسمشر ټرامپ د جمهوریت غوښتونکو د بهرني سیاست لپاره یو نوی ستنډرډ ټاکي.

د ایران ولعهد رضا پهلوي چې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، اعلان یې کړی چې خامنه یي نور د تاریخ له پاڼو حذف شو.

د هغه په خبره، اسلامي جمهوریت خپل پای ته نږدی دی او د ایران له خلکو یې غوښتي  چې د بدلون لپاره د پرېکنده شېبې لپاره چمتو شي.

هاخوا د اوکراین حکومت په رسمي پاڼو کې د خامنه یي په نښه کول ستایلي او دا یې د یوه دېکتاتور مرګ بللی.

خو د استرلیا لومړي وزیر انټوني البانیز بیا د ایران پر اټومي او میزاییلو پروګرام کې د خامنه یي ونډې ته په اشارې، خبریالانو ته ویلي: « د خامنه يي په مرګ به ماتم ونه شي.» 

آیت اله خامنه یي د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې ژوند بایلود. هغه ۸۶ کاله عمر وکړ او د ایران تر ټولو اوږدې مودې مذهبي مشر پاتې شو.

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ګارد(سپاه) د خپل مشر د غچ اخستلو ګواښ کړی، هغه څه چې وخت به یې شونتیا په ډاګه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist