Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اوکراین ولسمشر بریټانیا ته تللی

د اوکراین ولسمشر بریټانیا ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/03

د سعودي عربستان په کوربتوب په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا او روسیې د مخامخ خبرو اترو له امله، د امریکا او یو شمېر  روپا هېوادونو اړیکې ترېنګلې کړې دي.

د تېرې جمعې پر د اوکراین ولسمشر له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په لېدنه کې هغه اهداف ترلاسه نه کړل چې کيف یې له مسکو سره د جګړې لپاره مهم او حياتي بولي.

له واشنګټن  د اوکراین ولسمشر بې پایلې او له مخالفتونو او نیوکو ډک سفر وروسته، نوموړی د اروپايي هېوادونو په ناسته کې د ګډون په موخه لندن ته رسېدلی.

د بریټانیا لومړي وزیر له ولودیمیرزېلېنسکي د تود هرکلي ترڅنګ له اوکراین بشپړ پوځي ملاتړ اعلان کړ چې په همدې موخه یې په اروپا کې د روسیې له کنګل شویو پیسو څه باندې ۲ میلیارد پونډه د اوکراین پوځي ملاتړ ته ورکړل.

د بریټانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر په دې اړه وویل: « اجازه راکړه چې ووایم تاسې ډېر ډېر ښه راغلاست. تاسې به په ډاونېنګ کې د خلکو خوښي لېدلي وي. تاسې په بریټانیا کې بشپړ ملاتړ لری. موږ له تاسو او د اوکراین له خلکو سره ولاړ یو. د اوکراین لپاره تلپاتې سوله، حاکمیت او ثبات ډېر مهم دي.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي  له روسیې سره په څه باندې دوه کلنه جګړه کې د بریټانیا پوځي ملاتړ وستایه او دغه هېواد یې د کیف ښه متحد وباله.

د اوکرايین ولسمشر په دې اړه وویل: « ما نور خلک هم ولیدل. د بریټانیا له پوځي ملاتړ ډېر منندوی یم. تاسې د جګړې له پیل راهیسې اوکراين سره ستر پوځي ملاتړ کړی او سبا ته مو چې کومه ناسته راغوښتې، له اوکراین سره د ملاتړ لپاره مهم او تاریخي حیثیت لري.»

خو پر نړیواله کچه د زبر ځواکونو ترمنځ د اوکراین د سولې په اړه اختلافونه او هلته د جګړې درول یا ادامه ورکول به په آسیا او ځانګړي ډول افغانستان څه اغېزې ولري؟

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « که چېرې د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګونه رامنځته کېږي، دا به د سیمې او نړۍ امن ته لاره هواره کړي او د نړۍ پام به افغانستان ته لا زیات شي. موږ به وکولی شو د اوکراین له سولې سره د افغانستان معضله کې د نړۍ پام ځان ته ولرو.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « په داسې حال کې چې له تېرو درېیو کالو راهیسې روسیه او اوکراین په جګړه کې دي، دغې مسالې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه مشترک المنافع هېوادونو سره د روسیې اقتصادي اړیکو ته ډېر منفي زیان اړولی. دغه کار په افغانستان کې پر بشردوستانه مرستو هم ناوړه اغېز کړی او زه هیله لرم دغه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي، ترڅو په سیمه، نړۍ او افغانستان یې منفي اغېزې هم کمې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې کرېملین چې تازه یې واشنګټن ته د نوي سفیر له استولو سره هوکړه شوې، د ولسمشر ټرمپ له لوري د اوکراین له ولسمشر سره شوی چلن ستایلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist