Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو

د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

د کندهارښار لومړۍ ناحیه کې د افغانستان د پخواني امپراتور احمدشاه ابدالي کور تازه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په خپل پخواني سبک ترمیم او د سې شنبې په ورځ(د مرغومي ۱۶ مه) د سیلانیانو پر مخ پرانستل شو.

 

د هېواد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، د احمدشاه بابا کور د ۱۷میاشتو په موده کې د ۱۷.۵میلیونه افغانیو په لګښت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په انکشافي بودیجې رغول شوی او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

د پروژې انجینرلطف الله اسماعیل زاده وايي: « د احمدشاه بابا کور په پيل کې د معمارۍ په بخارايي سبک جوړ شوی و او موږ بریالي شوو چې بېرته یې په هماغه سبک ورغوو. دا کور مو نن ګټه اخیستنې او دولت ته د سپارلو لپاره چمتو کړی. دا پروژه په ۱۷ کاري میاشتو کې بشپړه شوه چې ۱۷.۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغی او د افغاني انجینرانو له خوا یې کارونه پرمخ وړل شوي.»

د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین بیا وايي، د اسلامي امارت له بیا ځل راتلو سره په کندهار کې شپږ تاریخي آبدې رغول شوې او اوس هم د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په نهو ولایتونو کې ۲۸ تاریخي اثارو رغول تر کار لاندې دي.

دوی وايي، هڅه کوي هغه ټول تاریخي میراثونه بېرته ترمیم او وساتي چې له منځه تللو کواښ سره مخ وي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او ادارې معین قدرت الله جمال وايي: « دا که دلته وي، که هرات، غزني یا بل ولایت کې، زموږ د تاریخي ابدو ریاست ژمن دی چې دا اثار وژغورو، ترڅو زموږ نوی نسل له خپل تاریخ خبر شي.»

د اطلاعاتو او فرهنک وزارت د تاریخي ابداتو بیارغونې او ساتني رییس انجنیرمحمدحسیب نسیمي وايي: « د تاریخي ابداتو ریاست ژمن دی چې د هېواد د ټولو تاریخي اثارو د ساتنې لپاره کار وکړي. روان کال د هېواد په ۸ یا ۹ ولایتونو کې ۲۸ تاریخي ابدې تر کار لاندې لرو.»

په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي هم د دې اقدام هرکلی کوي، خو زیاتوي چې تاریخي ابدو ته باید له پخوا څو چنده پاملرنه زیاته شي او یاد ولایت کې نور تاریخي ځایونه او ابدې هم ورغول شي.

هغوی غوښتنه کوي چې یاد تاریخي ځایونه او ابدې باید تر بیا ترمیم او جوړونې وروسته، د سیلانیانو د لیدو لپاره پرانستې وي، ترڅو خلک ور څخه لیدنه وکړي او له پخواني تاریخ څخه باخبره شي.

تاریخ پوه حیات الله رفیقي وايي: « دا باید څوک ونه وايي چې څومره اهمیت لري، دا د افغانستان هویت دی. دلته یوازې د احمدشاه بابا کور نه دی بلکې ډېر نور تاریخي ځایونه هم لرو چې باید توجه ورته وشي، ترڅو د افغانستان تاریخ بېرته راژوندی شي.»

د پوهنتون استاد انجینرشېرشاه رشاد وايي: « دا ډول تاریخي ځایونه باید ۱۲ ساعته د سیل کوونکو پر مخ خلاص وي، ترڅو زموږ خپل خلک او بهرنیان زموږ پخوانی تاریخ په خپلو سترګو وګوري.

د پخواني امپراتور احمدشاه بابا کور چې بنسټ یې شاوخوا۳۰۰ کلونه مخکي د کندهار له نوي ښار سره اېښودل شوی و، تردې مخکې د ورښتونو او نه پاملرنې له کبله د نړېدو له ګواښ سره مخ و.

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د احمدشاه بابا کور ته نږدي د نورو تاریخي کورونو ترمیم به هم په راتلونکي کې ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist