د امریکا کانګرس تر ټولو کم عمره غړې د کور کرایه نه لري.

د امریکا کانګرس ته ټاکل شوې تر ټولو کم عمره ښځه پلازمېنه واشنګټن کې د کرایې کور موندلو لپاره پیسې نه لري.
الګزندریا اوکاسیو کورتیز له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، لومړۍ تنخوا ته په تمه ده، چې وکولای شي کور په کرایه ونیسي.
اوکاسیو ځان د کارګرانو له طبقې بولي او د ۲۰۱۸ کال تر پیل یې په یوه رسټورانټ کې کار کاوه.
د اوکاسیو عاید په تېر کال کې ۲۶۵۰۰ پونډه و.
د کانګرس غړو ته اوس هر کال ۱۷۴ زره ډالر چې ۱۳۴ زره پونډه کېږي ورکول کېږي.












