Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خواجه آصف: موږ درې لسیزې د غرب لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ وکړ

خواجه اصف: د هند پوځي ګام پر وړاندې چمتو یوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/30

د اپريل پر ۲۲ مه د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمير په پهلګام سیلاني سیمه کې د وسله والو له لوري د ۲۶ سیلانیانو له وژنې وروسته  له څلورو پرله پسې ورځو راهیسې هندي او پاکستاني ځواکونو پر ګډه سرحدي پوله د لنډ مهال لپاره پر یوبل ډزې کړې دي. 

د دې ډزو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي خپاره شوي، خو تازه د پاکستان دفاع وزیر له رویټرز سره  مرکه کې د هند له لوري پر پاکستان دا حتمالي غچ اخیستونکو بریدونو ترسره کولو ته په غبرګون کې ویلي، د داسې برېدونو لپاره یې ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي: « موږ خپل ځواکونه غښتلي کړي؛ ځکه دا یو قریب الوقوع پېښه ده. په داسې حال کې باید ځینې سټراټیژیکې پرېکړې وشي او دا پرېکړې شوې دي.»

نوي ډیلي له اسلام اباد سره د ټولو اقتصادي او سیاسي اړیکو له پرېکولو سربېره، پاکستان سره د انډس اوبو تړون لغوه کولو ګواښ کړی چې په ۱۹۶۰ ز کال کې  د نړیوال بانک په منځګړیتوب لاسلیک شوی دی.

خو چین، امریکا ، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو بیا له اسلام اباد او نوي ډیلي غوښتي چې د زغم، تعامل او انعطاف له لارې ستونزې حل کړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په جمو او کشمېر کې د وروستۍ پېښې په اړه د خپلواکې څېړنې ترسرکول مهم بللي او دغه اقدام يې د سیمې ثبات لپاره  مهم ګام ګڼلی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون ویلي: « چین د یوه چټک او عادلانه تحقیق ملاتړ کوي او په دې باور دی چې جګړه د هند او پاکستان بنسټیزو ګټو سره په ټکر کې ده او سیمه ییز ثبات ګواښي.» 

د دې ترڅنګ، امریکا بیا د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي چې د اختلافاتو حلولو لپاره پر مسوولانه حل لارو تمرکز وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: « موږ د هند او پاکستان حکومتونو سره په بېلابېلو کچو اړیکې نیولې دي، موږ دواړه لوري هڅوو چې د  مسوولانه لارو حل ومومي.»

د نړیوالو چارو کارپوهان وايي، ښايي هند په جمو کشمېر کې د وروستي برېد لپاره پر پاکستان بریدونه وکړي خو د دوی په خبره اسلام اباد ته به دا ډېره ستونزمنه وي چې د  لړزاند اقتصادي وضعیت او په پراخو ناامنیو کې له ښکېلتیا سره د نوي ډیلي پر وړاندې مبارزه وکړي.

د کارپوهانو په باور، په سویل ختیځه آسیا کې د پاکستان او هند ترمنځ احتمالي جګړه به سیمه ییز ثبات اغېزمن کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د هند او پاکستان جګړه به نه یوازې په هند او پاکستان ناوړه اغېز ولري، بلکې کېدای شي په سیمه هم له اقتصادي، سوداګریز او حتا سیاسي لحاظ ستونزې را ولاړې کړي. باید ووایم چې پاکستان دا جګړه د دې لپاره پيل کړه چې په داخل کې شته سیاسي، اقتصاي او پوځي ستونزې، د ټي.ټي.پي موجودیت او د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ مبارزې څخه د پاکستان د خلکو مخ اړولو لپاره یې په دا ډول یوه ناسم او خونړي برید لاس پورې کړ.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « له حالاتو، اوضاع، شرایطو او قرایینو څرګندېږي چې هند پر پاکستان برید کوي. ځکه له یوې خوا د پاکستان غلط سیاسيونه، کورنی سیاست، بهرنی سیاست یې چې له هر ګاونډ سره یې بد چلن کړی او په کورنیو چارو کې یې مداخلې کړې او هېڅوک ترې ښې خاطرې نه لري، بل د چین د راتګ په خاطر غربي نړۍ د پاکستان ملاتړ نه کوي، ځکه چین نه غواړي غربي نړۍ دلته سرمایه ګذاري او تګ راتګ وکړي، نو د ټولو حالاتو ته په کتو سره دا وروستۍ حمله چې په کشمیر کې شوې، خامخا یې هندوستان بې څه نه پرېږدي او پر پاکستان باندې غښتلی دی. څو جګړې چې په ۶۵ او ۷۰ کالو کې شوې، هند ګټلې دي.»

د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمېر کې سیمه ییزو چارواکو یو شمېر نړیوالو رسنیو ته ویلي، د وروستي وسله وال برید راهیسې چې یوازې هندوان په کې پر نښه شوي، هلته له مېشتو مسلمانانو سره د تاوتریخوالی چلن د پالیسو برخه نه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist