Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/11

افغان سوداګرو ته له پاکستان څخه د درملو واردولو لپاره د حکومت ورکړل شوې درې میاشتۍ موده پای ته ورسېده.

له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر ډاکټران بیا شمشاد سره خبرو کې وايي، له پاکستانه د درملو پر وارداتو د بشپړ بندیز له پریکړې هرکلی کوي. د دوی په خبره، د پاکستان درملو کیفیت ډېر ټیټ دی او له امله یې پر افغان ډاکټرانو د خلکو باور کم شوی.

دوی دغه راز وايي، په ډېرو برخو کې په کور دننه تولید شویو درملو کیفیت له پاکستاني هغو ډېر لوړ دی.

ډاکټر ضیاء الرحمن منګل وايي: « اوس مهال زیاته تکیه د هندوستان او بنګله دېش پر درملو ده او دغه راز یې ترڅنګ زموږ خپل داخلي درمل کارورل کېږي. د اوس لپاره داخلي درمل موږ لپاره یو ښه انتخاب دی.»

ډاکټران دغه راز وايي، په هېواد کې دننه تولیدونکو درملو خام مواد له هند، بنګله دېش، ایران، چین او ترکیې څخه واردېږي او همدا لامل دی چې د پاکستاني درملو پر وارداتو له بندیز وروسته، په بازارونو کې منفي اغېز نه دی حس شوی.

ډاکټر محمد رحمان وايي: « د پاکستاني درملو واردات بندېدو کوم خاص اغېز نه دی کړی؛ ځکه هغه درمل اوس په هېواد کې په ښه کیفیت او ټیټه ترلاسه کېږي.»

له بلې خوا، د کابل ډېری اوسېدونکي د پاکستاني درملو د ټیټ کیفیت په اړه اندېښنه لري او له پاکستانه د درملو د واردواتو د بندولو په اړه د افغان حکومت له پرېکړې هرکلی کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی محب الله وايي: « له پاکستان څخه وارېدېدونکي درمل بې کیفیته وو. موږ د اسلامي امارت له پرېکړې هرکلی کوو او غوښتنه مو دا ده چې په ځای یې له نورو هېوادونو با کیفیته درمل وارد کړي.»

د کابل اوسېدونکی محمد یحی حنیفي وايي: « موږ د پاکستاني درملو پر وارداتو د بشپړ بندیز تود هرکلی کوو؛ ځکه د پاکستان درمل بې کیفیته وو.»

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تېر کال د نومبر په ۱۲مه سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې په پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه کړي او له دې هېواده د درملو واردول بند کړي.

ملا برادر له پاکستانه وارېدېدونکي‌ درمل بې‌کیفیته بللي او ویلي یې وو چې هر کال له دې اړخه سلګونه میلیون ډالر پانګه پاکستان ته ځي.

د مالیی وزارت ویاند د دې مودې له بشپړېدو سره سم خبرداری ورکړ چې د سلواغې له ۲۱ مې وروسته د هېواد په ګمرکونو کې پاکستاني درمل نه محصول کېږي او چاته یې د واردولو اجازه نه ورکوي.

عبدالقیوم نصیر زیاتوي، د نورو توکو په څېر به د درملو د قاچاق مخه هم نیول کېږي او که څوک ورته ګام پورته کړي، عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر وايي: « د روانې میاشتې له ۲۱ نېټې څخه وروسته د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پاکستاني درملو ته د واردولو اجازه نه ورکول کېږي. دغه راز به په قاچاقي لارو د درملو په ګډون د ټولو قاچاقي توکو د راتګ مخه ونیول شي. ټول هغه قاچاقي توکي چې د کمرک له ساحې څخه بهر نیول کېږي، عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.» 

له بلې خوا، د عامي روغتیا وزیر وایي، پخوا له ۶۰ تر ۷۰ سلنه درمل او طبي توکي له پاکستان څخه وارېدېدل چې تر ډېره یې کیفیت ټیټ و.

نور جلال جلالي شمشاد سره ځانګړې مرکه زیاته کړې، حکومت د پاکستاني درملو په ځای د بدیلو لارو په لټه کې دی او په دې لړ کې د هند، بنګله دېش، روسیې، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو درمل هېواد ته واردېږي.

د عامي روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « زموږ د خوړو او درملو معینیت له ډېرو هېوادونو سره په دې اړه تعامل لري. دا مهال افغانستان ته له هندوستان، بنګله دېش، ترکیې، ایران، ازبېکستان او نورو هېوادونو درمل واردېږي. موږ هڅه کوو ښه کیفیت او مناسب قیمت لرونکي درمل وارد کړو. موږ د دې لپاره روسیې ته هم سفر لرو او هلته د درملو تولیدولو له سترو کمپنیو سره خبرې شوې دي.»

د شنونکو په باور، افغانستان ته د پاکستاني درملو واردات داسې مهال منع کړای شول چې دغو درملو د افغانستان د بازارونو ۷۰ سلنه اړتیا پوره کوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist