Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: ۱۶ولایتونو کې پرعصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونه پرانیزو

حقاني: ۱۶ولایتونو کې پرعصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونه پرانیزو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/25

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت په هغو ۱۶ ولایتونو کې د خلکو د عامه پوهاوي لپاره پرعصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونه پرانیزي، چې نسبتا ً محروم او وروسته پاتې ګڼل کېږي.

د دغه وزارت سرپرست نجیب الله حقاني وايي، په دې برخه کې یې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او هڅې روانې دي، چې لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو ته عصري ټکنالوژي ورسوي.

حقاني وايي:« موږ تقریبا ً د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه پروژه پيل کړې، چې له مخې به یې د دایکنډي، غور، بامیانو، پنجشېر، بدخشان، سرپل، بادغیس، نیمروز، اروزګان، زابل، پکتیکا، کاپیسا، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو په ګډون لرې پرتو او محرومو ولایتونو کې ښوونیزو مرکزونو ته سولري برېښنا، مېزونه او څوکۍ او د ولایت نفوس ته په کتو له ۳۰ تر ۵۰ کمپیوټرونه چمتو کړو.»

حقاني دغه راز وایي، هڅه کوي،چې  په هېواد کې د ډیجیټلي حکومتولۍ لپاره له وخت وړاندې عامه پوهاوی زیات شي، ترڅو ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا پیدا کړي.

هغه زیاتوي: «موږ د پام وړ لاسته راوړنې لرو. موږ نن د ۱۶ وروسته پاتې ولایتونو رییسان مرکز ته راغوښتي. د مخابراتو وزارت په لویو موخو کې یوه هم ډیجیټل حکومتولي ده. دغه هدف موږ هغه مهال ترلاسه کولی شو، چې ځوانانو ته پوهاوی ورکړل شي.»

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو په خبره، سرپرست حکومت غواړي په هېواد کې له ټکنالوژۍ او عصري وسایلو سره د ځوانانو د بلدتیا په موخه لا ډېره پانګونه وکړي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال احمد مسعود لطیف وايي: « د ډیجیټلي مهارتونو په هغو کورسونو کې، چې دا مهال په پام کې نیول شوي او په ولایتونو کې تدریس کېږي، د ورډ او ایکسېل په ګډون اداري کمپيوټري پروګرامونه، له کمپيوټر سره آشنايي، د انټرنېټ کارونه او هارډ ویر شامل دي.»

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت داسې مهال په ۱۶ لرې پرتو او محرومو ولایتونو کې په عصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونو د جوړیدو خبر ورکوي، چې په لرې پرتو ولسوالیو کې لاهم ګڼ شمېر ځوانان لومړنیو زده ‌کړو ته لاسرسی نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی
ټکنالوژي

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist