Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دط هېواد له قاضي القضات څخه غوښتي چې په سملاسي توګه د خپل صلاحیت په کارولو سره د سترې محکمې واک او حیثیت اعاده کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، اوس مهال دا هېواد د اساسي قانون د سقوط په درشل کې ولاړ دی، د قانون واکمني له منځه تللو په حال کې ده او د پاکستان قضائیه قوه په تېرو څو لسیزو کې د واک، حیثیت او خپلواکۍ له پلوه له ناوړه بحران سره مخامخ ده.

تحریک انصاف ګوند د پاکستان قاضي  القضات ته په یوه  سرخلاصي لیک کې ویلي، اوس مهال په پاکستان کې په قصدي او سیسټیماټیکه توګه د بشري حقوقو سرغړاونې کېږي.

د تحریک انصاف ګوند د سرخلاصي لیک په یوه برخه کې راغلي: « موږ له همدې امله غوښتنه کوو چې د پاکستان ستره محکمه دې په سمدستي توګه د اساسي قانون له مخې خپل واک اعاده کړي او پرته له استثنا د خپل حکمونه پلي او یاغي چارواکي دې مسوول وګڼي.  قضایي خپلواکي دې بېرته راولي او د سیاسي ځورونې، جبري ورکېدو او مخالفت په قضیو کې د ځپل شویو کسانو بیړنۍ مرسته وکړي. په دې کار کې پاتې راتلل به یوازې په دې مانا وي چې په پاکستان کې عدالت انتخابي او تابع دی او عام خلک ورته لاس رسی نه لري.»

د پي ټي آی ګوند په دې سرخلاص لیک کې وړاندې ویل شوي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، عمران په څرګند ډول د سیاسي ځورونې ښکار دی او په جعلي دوسیو کې د ښکېلولو له لارې په بند کې ساتل کېږي.

د دی ګوند په لیک کې دا هم ویل شوي چې د تحریک انصاف په زرګونو غړي او ملاتړي په غیر قانوني توګه نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له خوا دا سرخلاصی لیک داسې مهال د دې هېواد قاضي القضات ته استول شوی چې همدا تېره اوونۍ د اسلام اباد یوې محکمې د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي د نیولو امر هم صادر کړ.

په افریدي تور دی چې د پاکستان د حکومتي ادارو په خلاف یې زهرجن تبلیغات کړي او د دې هېواد پوځ یې د پښتنو په وینو تویولو تورن کړی.

خپله سهیل افریدی او یو شمیر نور پښتانه سیاستوال له هغه څه سره مخالفت کوي چې د پاکستان پوځي رژیم یې د ترهګرو پر ضد پوځي عملیات بولي او دا مهال په قبایلي سیمو کې ر وان دي.

سهیل افریدی وايي: « زه نه پرون د دغو عملیاتو ملګری وم، نه یې نن ملګری یم او نه به یې سبا ملګرتیا وکړم. د اوسني عملیات د ټوپک په زور په بدمعاشۍ روان دي. دا فیصلې د بندو دروازو تر شا شوې او پرموږ تپل کېږي.»

د دې ترڅنګ، یو شمیر نورو پښتونپاله مشرانو هم له دغو پوځي عملیاتو سره مخالفت کړی او وايي، دا یوازې د پښتنو ځپلو لپاره یوه پلمه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: « تاسو به په ۲۰۲۵ کې لیدلي وي چې له ۳۰۰ څخه پورته داسې پېښې وشوې چې په کې عام خلک، ماشومان، تور سرې، سپین ږیري او کورونه په نښه شوي. دلته په داسې حال کې پر خلکو بمونه غورځول شوي چې په خپلو کورونو کې ویده یا ناست دي. دوی دېته ټارګېټ اپرېشن وايي.»  

په پاکستان کې د موجوده واکمنانانو له خوا د اساسي قانون په خلاف د کړنو او خپلسریو په اړه دا بحث داسې مهال راپورته کیږي چې یو شمېر سیاسي ګوندونو د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د اسلام اباد پالیسۍ ستونزمنې بللې دي او د هغو د بدلولو غوښتنه یې کړې.

د دوی په خبره، مخالفو سیاسي ګوندونو او په تېره بیا د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د اسلام اباد کړنلاره ناسمه ده او که بدلون په کې را نه ولي، ښايي دا هېواد له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist