Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بنګله دېش؛ پارلماني ټاکنې واکمن ګوند وګټلې؛ اپوزیسیون یې نه مني

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/31

د شیخ حسینې عوامي ګوند د  دغو ټاکنو مخکښ و او په غوڅ اکثریت یې دا ټاکنې ګټلې دي.

اخوا اپوزیسیون ګوندونه دا ټاکنې نه مني او د بیاټاکنو غوښتنه کوي چې حکومت پکې کومه لاسوهنه و نه کړي.

د اپوزیسیون ګوند مشران دا ټاکنې له فساد ډکې بولي او د بیا ټاکنو غوښتنه کوي چې حکومت پکې باید بې پرې وي.

د اپوزیسیون مشر کمال حسین وویل ((دا کوم حالت چې د بې مانا ټاکنو له امله مخ ته راغلی دی، دا حالت باید سم شي، دا ځل باید حکومت بې پرې وي. نو موږ د ټاکنو له کمیسیون غوښتنه وکړه چې دا ټاکنې لغوه اعلان کړي او د بیا ټاکنو لپاره چمتو والی ونیسي.))

اپوزیسیون ډله وايي د ډیمو کراسۍ ډير اصول په دې ټاکنو کې تر پښو لاندې شوې دي.

هغوی وايي، د نوماندانو ناظران د رای اچونې مرکزونو ته دننه نه دي پریښودل شوي او د ځينو رای ورکوونکو د رای اچوونې مخه هم نیول شوې ده.

کمال حسین وویل ((ټولې ټاکنې په یو ډول نه یو ډول په ناسمه توګه کارول شوې دي. تاسې پوهیږئ؟ موږ ډيرې بدې ټاکنې درلودې. په اکثرو ځایونو کې د نوماندانو ناظرین د رای اچوونې مرکزونو ته نه دي پریښودل شوي. ان د نورو نوماندانو پلویانو ته د رای اچولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.))

په دې ټاکنو کې ۱۰۴ میلیونه کسان په شرایطو برابر وو او ځانونه یې راجستر کړي وو.

په دې ټاکنو کې په ځينو سیمو کې لاریونونه هم شوې دي چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist