Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلوچستان کې موټر بم برید بلوڅ مشران او فعالان په نښه کړي

بلوچستان کې موټر بم برید بلوڅ مشران او فعالان په نښه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/04

د راپورونو پربنسټ، په کوټه کې د بلوچستان پخواني اعلی وزير او بلوچستان ملي ګوند مشرعطاالله مېنګل د مړينې په کاليزه نمانځلو کې موټر بم برید شوې او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستاني سيمه یيزو امنيتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې بريد د غونډې له پای ته رسېدو ۱۵ دقيقې  وروسته، غونډې ته نږدې د موټرو په تم ځای کې د بلوچستان ملي ګوند غړي او ګډونوال هدف ګرځولي.

چارواکو د ۱۳ کسانو د وژل کېدواو شاوخوا ۳۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو د بلوچستان ملي ګوند اوسني مشر اختر مېنګل چې له پېښې روغ وتلی، پر خپله اېکس پاڼه د وژل شويو کسانو شمېر۱۵ تنه ياد کړي.

د بلوچستان ملي ګوند مشر اختر مېنګل وايي: « اې الله هغه کسان چې پر بلوڅو ظلم کوي ته يې نیست او نابود کړې او هغه کسان ورک کړې چې د بلوڅ مېندو او پلرونو نازولي اولادونه تښتوي او بيا يې جسدونو په کثافاتو کې غورځوي. اې الله ! ته هغه رياست ړنګ کړی چې موږ يې غلامان ګرځولي يو او دوی زموږ پر ژوند قصابي کوي.»

د راپورونو له مخې، دې غونډې ته د بلوڅ قومي او ګوندي مشرانو سربېره د پښتنو ځينې مطرح قومي مخورهم وربلل شوي وو چې له بريد روغ رمټ وتلي.

ازاد خبريالان وايي، بلوچستان په مرکز کوټه کې پي اېن پي  ګوند پرغړيو د ياد برید مسوولیت لا هېڅ لوري په غاړه نه دی اخيستی.

ازاد خبريال طاهرخان وايي: « د برید مسوولیت خو تر اوسه چا نه دی منلی، له دې وړاندې هم په بلوچستان کې سیاسي مشران او غونډې په نښه شوې دي. له انتخاباتو لږ وړاندې یوه لویه چاودنه هم شوې وه چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و. کله نا کله سیاسي مشران د دې ډول حملو هدف ګرځي.»

د امنيتي چارو څارونکي په پښتنو او بلوڅو د پاکستان حکومت تاريخي ظلمونو ته په اشارې، ياد برید د پاکستان استخباراتي پلان شوې لوبه ګڼي او د دوی په خبره، په سيمه کې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره يې ترسره کوي.

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « د دې بریدونو عامل د پاکستان پوځ او استخبارات دي. د پښتنو او بلوچانو په سیمه کې چې کومې وژنې کېږي، ټولې یې د پاکستان پوځ کوي. ګیله من وزیر او نور کسان چا ووژل؟ دا تهمت په بل هېچا باید ونه شي بلکې دا لوبې د پاکستان د استخباراتو کار دی.»

د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا یو واقعیت دی چې داعش په بلوچستان کې روزنځایونه لري، د پاکستان د پوځ له خوا وسلې او پیسې ورکول کېږي او نه یوازې پر بلوڅانو بریدونه کوي بلکې کوشش کوي چې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه نا آرامه وساتي. »

ډان ورځپاڼې په بلوڅ قومي مشرانو د بريد ترڅنګ له ايران سره په پوله په يوه بمي چاودنې کې د ۵ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو او څو نورو ټپي کېدو خبر هم ورکړی. د دې برید مسوولیت هم هېڅ ډلې نه دی منلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist