Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/04

د بلوچستان ازادي غوښتونکې جبهې(بي‌اېل‌اېف) ویلي، یوازې جولای میاشت کې یې پر پاکستاني ځواکونو شاوخوا۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي او د پنځو تنو استخباراتي غړیو په ګډون یې، ۱۰۵ پاکستاني نظامیان وژلي او ۱۵ نور یې سخت ژوبل کړي دي.

 دغې جبهې په خپاره کړي راپور کې ادعا کړې چې ترسره کړیو عملیاتو کې یې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوځي موټر هم ویجاړ کړي او یو شمېر پرمختللي پوځي تجهیزات یې ترې نیولي دي.

په راپور کې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې جبهې مسوولانو ویلي، پر پاکستاني ځواکونو د جولای په پوځي عملیاتو کې تر ټولو خونړۍ برید د مستونګ ولسوالۍ په خادکوچه سیمه کې ترسره شو چې ۱۷ پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول،۱۰ نور ټپیان شول او په پراخه توګه یې پوځي تجهیزات زیانمن شول.

د بي‌اېل‌اېف راپور کې زیاته شوې: « دا بېلا بېل او مرګوني برېدونه د جبهې ځواکمنتیا، پوځي پلان جوړونه او تر هر ډول شرایطو لاندې د مبارزې وړتیا په ډاګه کوي.»

د بلوچستان ازادۍ لپاره دغې ولسوالې جبهې دا هم ویلي چې پوځي عملیات به یې په پوره ژمنتیا، دقت او نویو نوښتونو تر هغو پورې ادامه ولري چې د بلوچستان ازادۍ لپاره پیل کړې مبارزه بریالۍ نه شي.

د سیمه ییز وضعیت څارونکي بیا په بلوچستان کې د روان وضعیت اساسي لامل د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسیو او حکومتولۍ دوام بولي او زیاتوي چې بلوڅانو له لسیزو راهیسې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره سوله ییزه مبارزه کړې، خو پر پاکستان واکمنو چارواکو یې یوازې غږونه غلي کړي او د غوښتنو له منلو یې سر غړولی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په اوسنۍ جغرافیه کې د پاکستان پوځ او استخبارات مطلق کنټرول لري، خو خپله پاکستان بیا د غرب له خوا کنټروليږي. هلته دا هرڅه روان یوازې لوبې دي.»

که څه هم د پاکستان حکومت تل دغه جبهه د ترهګرو ډلو په نوم یاده کړې، خو بلوڅ سیاسي مشران او مخور بیا له بلوڅانو سره د پاکستان حکومت چلن د نابرابرۍ او جبر په اصولو ولاړ بولي.

دوی تل ویلي چې واکمنو چارواکو یې مشران ترور کړي او د دوی د ژوند بنسټیز حقونه یې ترې اخستي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist