Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د تاریخي آثارو لپاره خوندي او معیاري موزیم نه شته

بلخ کې د تاریخي آثارو لپاره خوندي او معیاري موزیم نه شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/09

بلخ د افغانستان لرغونی او تاریخي ولایت دی چې په خپله غېږه کې یې ګڼو تاریخي او لرغونو آثارو ته ځای ورکړی او د تاریخي آثارو له درکه بډایه ولایت ګڼل کېږي.

د دې ولایت یو شمېر لرغوني او تاریخي آثار زرګونه کلونه مخینه او ډېر زیات تاریخي ارزښت لري، خو د موزیم نشتوالي له امله په یوه اوسپنیزه خونه کې ساتل کېږي. لرغون پوهان د دغو آثارو دا ډول ساتنه نا مناسبه بولي.

د لرغون پوهانو په اند، دا لرغوني او تاریخي توکي د هېواد ملي هویت او شتمني ده او د ساتلو لپاره یې باید په دې ولایت کې یو معیاري او سمبال موزیم جوړ شي.

لرغونپوه ذبیح الله اختري وايي: « د پنځو زرو کلونو پخواني لرغوني آثار هم په بلخ ولایت کې شته چې له خاورو څخه راایستل شوي او په کانټینر کې قلف شوي دي. حکومت او اسلامي امارت ته په کار ده چې لرغوني توکي خوندي کړي، نندارې ته یې وړاندې کړي، ترڅو ورته سیلانیان راشي، ویې ګوري او زموږ په تاریخ او لرغونې مخینه خبر شي. دغه آثار د دې وړ دي چې باید ورته کار وشي.»

د فرهنګي چارو شنونکی عبدالقیوم انصاري وايي: « د فرهنګي میراثونو د یوه خدمتګار په توګه، نه یوازې زما بلکې د ټولو اقوامو دا غوښتنه ده چې د بلخ ولایت لرغوني تاریخ ته په کتو، دلته یو موزیم جوړ شي. دا مهال ځینې لرغوني توکي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په واک کې دي، له بېلابېلو اړخونو د زیان له ګواښ سره مخامخ دي.»

که څه هم مزار شریف ښار کې حضرت علي ته منسوبه روضه کې یو شمېر تاريخي آثار په معیاري ډول ساتل کېږي، خو د دې ولایت لرغونتوب او آثارو ته په کتو، د معیاري موزیم جوړول لویه او اساسي غوښتنه ده.

ځایي چارواکي هم دغه ستونزه مني خو وایي، ورسره موجود تاریخي آثار یې خوندي ساتلي دي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو آمرعطا محمد ساهو وايي: « بلخ ولایت د تاریخي آثارو له پلوه یو بډای ولایت دی او له پنځو شپږو زرو کلونو زیاته تاریخي مخینه لري، دلته د یوه معیاري موزیم جوړول تر ټولو اړین کار دی. له بده مرغه په تېرو وختونو کې دغه کار ته پاملرنه نه ده شوې. که چېرې بلخ کې یو معیاري موزیم جوړ شي، موږ کولی شو د روضې د موزیم آثار او له موږ سره شته آثار په دې موزیم کې وساتو، ترڅو د بلخ ولایت او سیل کوونکو لپاره یو بډای موزیم ولرو.»

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي زیاتوي، حکومت په تېرو درېیو کلونو کې په پراخه کچه د لرغونو آثارو د قاچاق او لرغونو سیمو د خپلسرو کیندنو مخنیوی کړی.

عطا محمد ساهو زیاتوي: « د امارت له راتګ څخه مخکې د بلخ ولسوالۍ په یو شمېر لرغونو سیمو کې کیندنې روانې وې او یو شمېر کسانو تاریخي آثار قاچاق کول، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د کیندنو او چاقاق مخنیوی شوی؛ تاریخي آثار، تاریخي آبدې او لرغونې سیمې په بشپړ ډول خوندي دي او چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلسرې کیندنې وکړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، بلخ ولایت کې دا مهال څه باندې زر قلمه داسې لرغوني توکي شته چې د یو شمېر تاریخي مخینه پنځو زرو کلونو ته رسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist