Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اېف.بي.آی: محمد شریف الله پر کابل هوايي ډګر د برید اصلي طراح نه دی

اېف.بي.آی: محمد شریف الله پر کابل هوايي ډګر د برید اصلي طراح نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/13

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې، د پاکستان حکومت د محمد شریف‌ الله په نوم یو افغان په دې نوم امریکا ته وسپاره چې ګواکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال يي د کابل هوايي ډګر په ابي دروازه کې پر امریکايي ځواکونو ځانمرګی برید طرحه کړی و.

محمد شریف الله څو ورځي وړاندی امریکا ته انتقال شو او ولسمشر ټرمپ دا خبره د يو ښه زېري په توګه امريکايانو ته اعلان کړه او وویل چي په کابل کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو قاتل يې نيولی دی.

خو اوس تازه د امريکا د پلټنو فډرالي ادارې(اېف.بي.آی) يو مامور د نوموړي مدافع وکيل ته منلې چې د پاکستان له لورې امريکا ته سپارل شوی افغان د تخليې پر مهال د کابل پر هوايي  ډګر د بريد اصلي طراح نه دی.

امریکن انلاین رسنۍ لیکلي:« د اېف.بي.آی ځانګړي مامور سېټ پارکر د دوشنبې په ورځ د شریف الله له مدافع وکیل سره خبرو کې ومنله چې نوموړی د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ د یاد ترهګریز برید د لوړې کچې پلان جوړونکو څخه نه و. پارکر ویلي، شریف الله ته د داعش د لوړ پوړو چارواکو له خوا د برید ترسره کولو لپاره د څارنې دنده ورکړل شوې وه چې په کې ابي دروازې ته د رسېدو لپاره د سړک څارنه او نورې اړتیا وړ کړنې شاملې وې.»

د اېف.بي.آی مامور دغه راز ويلي، محمد شریف‌الله په يو شمېر ځانمرګو بريدونو کې لاس لري او د داعش خراسان ډلې غړی دی.

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان د تل په څېر دوه مخې لوبه کړې او امريکا ته يې د محمد شريف‌الله په سپارلو سره غوښتل چي د ډونالډ ټرمپ ادارې ته ځان نږدې او خپلې شخصي ګټې تر لاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  اخترمحمد راسخ وايي: « د پاکستان استخبارات د تروریزم مور ده او په نړۍ کې د ترهګریزو فعالیتونو مرکزي دفتر دی. دوی په تېره نیمه پېړۍ کې د افغانستان له خلکو، جغرافیې، مهاجرتونو او فقر ګټه اخیستې او د خپلو بانکونو ډکولو او ملي ګټو خوندي کولو لپاره یې ترې کار اخیستی. دوی اوس هم تروریستي ډلې لري، جوړوي یې او په راتلونکي کې ترې کار اخلي.»

ځینې نور بیا وايي، پاکستان په خپله پیل کړې لوبه کې پاتې راغلی او په دې سره يې دا ثابته کړه چې پاکستان د ترهګرو ډلو خوندي پټنځای دی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« امریکا باید دې ته متوجه شي چې د ترهګرو ډلو د روزنې اصلي مرکز پاکستان دی او ترهغو چې پاکستان د نړۍ په نقشه کې موجود وي، ترهګرې ډلې به هم موجودې وي. دا ځکه چې د پاکستان یوازینۍ عایداتي منبع همدا ترهګر او ترهګري ده چې له نړۍ پرې پیسې ترلاسه کوي.»

د ویرجینیا ایالت د یوې محکمې قاضي رسنيو ته ويلي، تورن محمد شريف‌الله به د محکمې تر راتلونکو ناستو پورې په بند کې پاتې وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist