Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې لاریونونه: د افغانانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي 

ایران کې لاریونونه: د افغانانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/07

په  ایران کې له تېرو ۵۰ ورځو راهیسې د وژل شوې مهسا امیني پر ملاتړ لا هم لاریونونه دوام لري.

  ۲۱ کلنه مهسا امیني د ایران کوردستان ولایت کې د حجاب نه مراعات کولو په تور د پولیسو  لخوا تر نیول کیدو او شکنجې وروسته شفاخانه کې یې ساه ورکړه،چې دغې پيښې په دننه ایران او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.

دغه لاریونونه له لومړۍ ورځې په تاوتریخوالي اوښتي او تازه د ایران د بشر حقونو سازمان ویلي،چې په لاریونونو کې ۳۰۴ لاریون کوونکي وژل شوي دي.

یاد سازمان ویلي،لاریون کوونکي تر هغې پورې  ارام نه کیني،چې اسلامي‌  دولت یې نسکور کړی نه وي.

 د یاد سازمان په خبره، حکومت چې په رأس کې یې اخوندان دي،له تاوتریخوالي پرته کوم بل څه نه شي کولی.

 دغه راز یاد سازمان  پر نړیواله ټولنه  هم غږ کړی دی،چې نور د دې ظلم او زور زیاتي مخه ونیسي. 

یاد سازمان زیاته کړې:«۵۰ ورځې وروسته د لاریونونو له پیل تر دې دمه له ۳۰۴ زیات لاریون کوونکي وژل شوي دي. ایرانیان د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو لپاره  تر بل هر وخت له یوه لوړ هوډ سره خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي. د حکومت غبرګون بیا یوازې تاوتریخوالی دی. نړیواله ټولنه باید د ایران د خلکو د خپلواکۍ له حقه ملاتړ وکړي او د حکومت له خوا د وژلو او د هغوی د ظلم او زور زیاتي مخه دې ونیسي.» 

د ایران د بشر حقونو سازمان ویلي، په وژل شویو کې د نجونو په ګډون ۴۱ ماشومان هم شامل دي،چې درې تنه یې افغانان دي.

یاد سازمان زیاته کړې:« د هېواد پر کچه په لاریونونو کې تر اوسه د امنیتي ځواکونو له خوا د ۴۱ ماشومانو په ګډون ۳۰۴ کسان وژل شوي. د ۴۱ ماشومانو له ډلې ۹ یې نجونې او درې یې بیا افغان ماشومان دي.» 

که څه هم تر اوسه پورې د دغو ماشومانو د پېژندنې او یا داسې اسناد چې دقیق عمر یې ترې مالوم شي نه دي ترلاسه شوي،خو د ایران د بشر حقونو سازمان له خوا د دوی د سم عمر ثبتېدو هڅې روانې دي.

بل خوا ویل کیږي،چې د وژل شویو شمیر له دې هم لوړ دی،چې ډېرې یې سیستان، بلوچستان، مازنداران او تهران کې وژل شوي دي او لسګونه امنیتي ځواکونه هم په کې شامل دي.

  ایران کې د مهسا امیني لپاره له عدالت غوښتونکو لاریونوالو  نړیوالو بشري سازمانونو او هېوادونو هم ملاتړ اعلان کړی او تازه د امریکا ولسمشرجو بايډن ویلي،چې ایران به  ژر ازاد شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي
نړۍ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

مې 12, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist