Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/09

د ایران، امریکا او اسراییلو د جګړې پر ۴۲ ورځ ښکېل لوري پر لنډمهاله اوربند سلا شوي، خو د جګړې دايمي ختمولو لپاره يې مطرح کړي شرطونه تر ډېره د منلو نه ښکاري.

په وروستیو څو ورځو کې د متحده ایالتونو دريځ د جګړې پراخولو پر ځای د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې پر جوړجاړي متمرکز و او ولسمشر یې په پرله پسې توګه د اوربند له لارې د کشالې پر پای ته رسولو  ټينګار کاوه؛ خو د خپل دې ناروښانه دریځ ترڅنګ یې  پر ایران د ویجاړونکو بریدونو ګواښونه هم تکرارول.

د راپورونو پر بنسټ، اوسمهال دغه نازک اوربند د منځګړو هېوادونو له لارې اعلان شوی؛ په جګړه کې ښکېلو اړخونه له یوې خوا د خپلې بریا ادعاوې کړې او له بلې خوا هڅه کوي د خپلو سټراټیژیکو اهدافو لپاره په مذاکراتو کې برلاسي ولري.

د امریکا ولسمشر چې دا اوربند یې په جګړه کې د امریکا هر اړخیزه بریا بللې ډاډ ورکوي چې د یوې ملموسې پایلې له تر لاسه کولو پرته به یې پر ایران بریدونه نه وای درولي.

ټرمپ په یو تازه پیغام کې د جګړې پر درېدو ټينګار کړی او د هرمز تنګي په اړه یې ویلي، د دې تنګي له پرانستلو سره به منځني ختیځ هېوادونه او ټوله نړۍ د ارام ساه واخلي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: « نن د نړۍ سولې لپاره یوه ستره ورځ ده. ایران هم دا غواړي او نور د جنګ د دوام زغم نه لري. امریکا به د هرمز تنګي په خوندي ټرانزیټ کې مرسته وکړي، مثبت پرمختګونه رامنځته کېدلی شي، ایران به هم خپله بیارغونه پیل کړي.»

نوموړي د اهم ویلي چې د تهران له خوا واشنګټن ته د جګړې ختمولو لپاره سپارل شوي شرایط د مذاکرې وړ دي او متحده ایالتونه به پرې غور وکړي.

د ایراني رسنیو د راپورو نو پر بنسټ، هغه مهم شرایط چې ایران به یې متحده ایالاتو سره په مذاکراتو کې پرې بحث وکړي، د دې هېواد پر اټومي پروګرام د لګول شویو محدودیتونو او بندیزونو لرې کول، پر حریم یې د تېري مخنیوی او د ایران امنیتي ځواکونو له خوا د هرمز تنګي کنټرول شامل دي.

ولسمشر یې د امریکا له خوا د تهران وړاندیز شویو شرایطو ته غاړه اېښودل د خپل هېواد ستره بریا بللې او ايي، دا بریا یې چې د خلکو پر نه ماتېدونکي او کلک دریځ ترلاسه کړې.

مسعود پزشکیان وايي: « اوربند یا د ایران له خوښې سره سم د اصولو مکانېزم منل زموږ د شهید رهبر خامنه‌يي د وینو او د خلکو د پراخ یوالي په پایله کې ترلاسه شوی. له نن ورځې وروسته به هم د یو بل په څنګ کې درېږو.  که هغه د ډېپلوماسۍ په ډګر کې وي، که د دفاع په ډګر کې وي، که د اعتراض په توګه وي او که د خدمت کولو په برخه کې.»

که څه هم تازه یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اوربند له اعلان وروسته په ایران کې د یو شمېر چاودنو غږونه اورېدل شوي او په بحرین او متحده عربي اماراتو کې هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي؛ خو د ایران او امریکا ترمنځ پر مشروط اوربند هوکړه په نړیواله کچه ستایل شوې او له ښکېل لوریو غوښتل شوي چې د سیمه ییز ثبات لپاره دې ډېپلوماټیکې هڅې جاري وساتي.

د بریټانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر وايي: « زه د هغه اوربند هرکلی کوم چې تېره شپه هوکړه پرې وشوه. دا به سیمې او نړۍ ته د لنډمهالې ارامۍ یو فرصت برابر کړي. موږ باید له خپلو شریکانو سره یو ځای هر ممکن کار وکړو چې دا اوربند دوام پیداکړي او په یوه دایمي تړون بدل شي، ترڅو د هرمز تنګی بېرته پرانستل شي.»

پر بریټانیا سربېره د ګڼو هېوادونو مشرانو او ملګرو ملتونو سرمنشي هم د دې اوربند هرکلی کړی او د تل لپاره يې د جګړې درولو لپاره پر سوله‌يیز حل ټينګار کړی.

له دې وړاندې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړل چې د دې جګړې په درولو او سوله‌يیز حل کې د ترکیې، مصر او پاکستان د منځګړیتوب هڅې پر اسلام‌اباد د نړیوالو بې باوریو له امله له جدي ننګونو سره مخ کېدلی شي او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تازه څرګندونو ته د اسراییلو هغه غبرګون چې وايي د اوربند په چوکاټ کې یې په لبنان کې د جګړه درول رد کړي، د دې بې باورې نښې له ورایه ښکاره کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist