Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/04

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا خبر ورکړی چې له ایراني سره د خبرو اترو یو نوی پړاو پیلوي. ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د خبرو دا پړاو به د دوشنبې په ورځ پیل شي.

د ټرمپ له لوري دغه اعلان وروسته له هغې شوی چې نوموړي تېره شپه د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو لغوه کېدو خبر ورکړ.

ټرمپ د واشنګټن او تهران ترمنځ د هرمز تنګي په اړه د هوکړې موجودیت ته په اشارې د ایران اټومي پروګرام په تړاو هم د یوې احتمالي هوکړې ترلاسه کېدو ډاډ ورکړی.

د امریکا ولسمشر وړاندې ویلي: « له ایران سره به د دوشنبې په ورځ د خبرو اترو یو نوی پړاو پیل شي. هیله شته چې دا خبرې یوې ښې پایلې ته ورسېږي. که څه هم هغوی هم خبرې کوي، خو له دغو خبرو سره د ډېرو ژوند وژغورل شي. اوس دا فرصت شته چې موږ یوې هوکړې ته ورسیږو.»

د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ بیا خبریالانو ته ویلي و چې ایران نه‌غواړي چې د امریکا له خوا پرې بریدونه وشي.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته  ویلي، ایران له ډېپلوماټیکو لارو د اختلافونو حل ته لېوالتیا لري او نه غواړي له دې زیات بریدونه پرې وشي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه ویلي: « ښکاره ده چې هغوی نه غواړي برید پرې وشي. هغوی د برید له کچې خبر وو، ځکه د هغه چمتووالی یې لیدلی و. اوس موږ له هغوی سره خبرې کوو او دا خبرې به سبا له غرمې وروسته پیل شي.»

په ورته مهال، د ایران ولسمشر د هغو هڅو بیا غوښتنه کړې چې امریکا دې د  اسلام‌اباد تفاهم‌لیک ته د ژمن پاتې کېدو لپاره وهڅول شي.

مسعود پزشکیان په ضمني ډول له منځګړو غوښتي چې ډونالډ ټرمپ دې د یاد تفاهم‌لیک د مادو رعایتولو لپاره وهڅوي.

پزشکیان دغه راز ویلي: « هغه هوکړه چې لاسلیک شوې، د ټولو غاړو یوه هوښیارانه پرېکړه وه او اوس باید ټولې غاړې ورته پام هم وکړي. زه باور لرم چې دا هوکړه لیک به زموږ د راتلوونکو بهرنیو اړیکو اساس جوړ کړي. موږ باید په ګډه مقابل اړخ وهڅوو چې څو هغوی هم دې هوکړه لیک ته ژمن پاتې شي. زه په ډاډ ویلی شم چې د دې هوکړې عملي کېدل د ټولې سیمې لپاره مثبتې پایلې لرلی شي.»

په ورته وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د هرمز تنګي په اړه له عمان سره خبرې د وروستي پړاو پر لور روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې د مسقط او تهران ترمنځ د هرمز تنګي په اړه د یوه نوي دهلېز په اړه تفاهم شوی چې نه شمالي مسیر دی او نه هم جنوبي مسیر؛ خو هغه ټینګار کړی چې دغه تفاهم د هرمز تنګي له خلاصولو یا تړلو سره اړه نه لري.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د ایران او امریکا په جنجال کې ټرمپ له مذاکراتو او خبرو بله چاره نه لري. د امریکا په داخل کې ټاکنې را روانې دي او له دې امله پر ټرمپ فشار ډېر زیات دی. همدارنګه هلته هم اقتصادي وضعیت خراب شوی او قېمتونه لوړ شوي دي.»

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « ایران او امریکا همدا اوس هم جګړه کې دي. جګړه بېلابېل تکتیکونه لري؛ کله په کې وقفه راځي او خبرو ته سره کېني او بیا بېرته تودېږي، ترڅو له یوبل څخه د فشار له لارې امتیازونه واخلي. همدارنګه له تبلیغاتي او استخباراتي تکتیکونو هم کار اخستل کېږي.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي وو چې ورته ویل شوي د یوې عمومي هوکړې پر چوکاټ موافقه شوې؛ داسې یوه هوکړه چې په کې د هرمز تنګي سملاسي، بشپړ او هر اړخیز بیا خلاصول شامل دي.

په ورته مهال، د ایران، سعودي عربستان، پاکستان، قطر او اردن بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ یو شمېر سلا مشورې هم روانې دي چې ښکاري د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو پر محور راڅرخي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist