Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایډن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په تړاو له خپلې پرېکړې یو ځل بیا ننګه کړې

امریکا شاوخوا نیم میلیون بې اسناده کډوالو ته ددایمي اوسېدو او تابعیت ورکولو پرېکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/20

د سپینې ماڼۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر جوبایډن د شاوخوا نیم میلیون کډوالو لپاره په امریکا کې د دایمي استوګنې او تابعیت لپاره طرحه وړاندې کړې.

د وړاندې شوې طرحې له مخې، په دغو کډوالو کې به هغه کسان شامل وي چې ۱۰ کاله په امریکا کې پاتې شوي وي او پلار یا مور یې د امریکا له تابعیت لرونکي سره واده کړی وي.

په یاد طرحه کې راغلي، چې لومړی به دغو کډوالو ته  ددایمي اوسېدو اسناد ورکړل شي  او له هغې وروسته به د امریکا تابعیت واخلي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د دې طرحې په پلې کولو سره به ۵۰۰ زره هغه کډوال چې د امریکا تابعیت نه لري قانوني اسناد ترلاسه کړي او ۵۰ زره هغه ماشومان به هم د دې برخه وي، چې مور یا پلار یې د امریکا تابعیت لرونکي سره واده کړی وي.»

 د بایډن د دغه اقدام، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سلګونه زرو نورو کسانو ته د تابعیت ترلاسه کولو زمینه رامنځته کړه.

د خبرپاڼې یوه برخه:« له درېیو کلونو وروسته به دغو کډوالو ته د امریکا تابعیت ورکړل شي، چې د نورو امریکايي وګړیو په څېر له ټولو حقونو به برخمن شي.»

په امریکا کې ډېر شمېر افغان کډوال  دایمي کار یا دایمي اقامت نه لري او اړ دي هر کال یا دوه کاله د استوګنې کارتونه له اړونده اداري مراحلو وروسته نوي کړي.

د چارو یو شمېر کارپوهان د امریکا ولسمشر جو بایډن له لوري د کډوالو لپاره د دایمي استوګنې وړاندیز شوې طرحه د ټاکنیزو سیالیو برخه بولي او په باور یې په همدې هېواد کې زرګونه افغانان د اوسېدو اسنادو سربېره کاري خوندیتوب هم نه لري.

دوی زیاتوي، یو شمېر افغان کډوال چې جنايي پېښو کې ښکېل دي فردي جرم یې په دغه هېواد کې د ټولو افغان کډوالو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړی.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« جوبایډن ویلي چې دوی ۵۰ سلنه کډوال مني او جرمني کډوال وباسي دا ډېر توپېر سره لري.  بایډن د خپلو ټاکنو لپاره دغه تبلیغات کوي او جرمني هغه جرمي جنایتکاران چې هلته یې جرمي جنایتونه ترسره کړي، یا یې ترسره کوي، هغه وباسي.» 

د امریکا  ولسمشر جوبایډن له لوري بې اسناده کډوالو ته د تابعیت ورکولو پرېکړه د دغه هېواد د جمهوري پالو استازو سربېره د حقونو د مدافع سازمانونو او ډېری ډیموکرات وکیلانو له مخالفت سره مخ شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist