Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/21

د ایران او امریکا ترمنځ روانې جګړې د منځني ختیځ امنیت، د نړیوالې انرژۍ وضعیت  او سیاست له ژورو بحرانونو سره مخ کړي.

دې جګړې له اقتصادي کړکېچ سربېره، د زبرځواکو هېوادونو ترمنځ داسې سیالي هم رامنځته کړې چې په سیمه ییزو کړکېچونو کې د یو بل سیمه ییز متحدین او ملاتړي وځپي او خپله نفوذي جغرافیه پراخه کړي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیک کېدو نه یوازې جګړه و نه دروله بلکې د سیاسي تفاهم هغه  باور یې هم له منځه یووړ چې ښکېل لوري یې له جګړې پرته د ستونزو حل ته چمتو کول.

تازه د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې  تر هغو به پر ایران بریدونه ونه دروي چې د دې هېواد اټومي تأسیسات یې له منځه نه وي وړي. د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلې جوړې کړي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: « څه چې موږ یې اوس ترسره کوو، هغه دا دي چې موږ د هغوی هر هغه چانس له منځه وړو چې دوی یې د اټومي توغندیو جوړولو لپاره په پام کې لري. وګورئ! له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې مو دا هڅه شنډه کړه. ښايي موږ یې مخنیوی کړی وي، خو زه نه غواړم د ښايي کلمه هم ورته وکاروم.»

په ورته مهال، د امریکا او ایران ترمنځ  پوځي تقابل تهران اړکړی چې د هرمز تنګي په ټرانزیټي لاره د خپل حاکمیت دریځ نور هم پیاوړي کړي.

د دې هېواد انقلابي ګار(سپاه پاسداران) چې له امریکا سره د جګړې اصلي لوری دی، په تازه خبرداردي کې یو ځل بیا ګواښ کړی چې د متحده ایالتونو له خوا د بریدونو په صورت کې به دا تنګی د هر ډول کارېدنې لپاره تړلی وساتي.

سپاه ویلي:« تر هغو چې په سیمه کې د امریکا تېری دوام وکړي، د هرمز تنګی به خوندي نه وي. په دې لاره به نه پیټرو کیمیاوي محصولات او نه به د تېلو او ګاز یو څاڅکۍخوندي تېر شي.»

د ایران دې ځانګړي پوځي ځواک دا هم ویلي چې په هرمز تنګي کې یې دوې سوداګریزې بېړۍ  وروسته له هغې له حرکت وغورځولې چې په  خبره یې د ایراني سمندري ځواکونو خبرداری یې له پامه وغورځاوه.

شنونکي د ایران او امریکا جګړه په سیمه کې سیاسي او اقتصادي وضعیت ته یوه ستر ننګونه بولي. دوی پر تهران د واشنګټن پوځي فشار د متحده ایالاتو د هغو اوږد مهالو پالیسو برخه ګڼي چې دې هېواد یې د عملي کولو لپاره د لسیزو راهیسې انتظار کړی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « امریکا غواړي ایران په بشپړ ډول په خپل کنټرول کې وساتي او هلته داسې حکومت جوړ کړي چې د امریکا لپاره کار وکړي. دا جګړه به تر هغو ادامه ولري چې ایران دا شرایط ومني. مذاکرات او خبرې یوازې د فرصت ورکولو لپاره دي او دا چې تعامل وشي. خو که تعامل نه کېږي، جګړه به هم ادامه ولري.»

د راپورونو پر بنسټ، امریکا پر ایران د بریدونو او جګړې زیاتولو لپاره لسګونه جنګي او د تېلو لېږدونکې الوتکې منځني ختیځ ته استولې دي او ایران هم د ځوابي اقداماتو لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی.

د دواړو هېوادونو مخ پر زیاتېدونکو  ترینګلتیاوو په نړۍ کې د تیلو او ګاز بیې په بې ساري ډول لوړې کړې او هېوادونه یې له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist