Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/23

د ایران او امریکا وروستي مذاکرات د ډېپلوماسۍ لپاره د هیلې یوه وړه کړکې پرانیستې ، خو د جګړې ډګر او د سیاست مېز دواړه له  پېچلو ننګونو سره مخ دي؛ چې هره کوچنۍ تېروتنه کولای شي د سولې نازک فرصت له ګواښ سره مخ کړي او سیمه یو ځل بیا د پراخې بې ‌ثباتۍ لور ته  بوځي .

 

دې اندېښنو ته په پام د قطر او پاکستان په منځګړیتوب د تهران او واشنګټن ترمنځ د برښنایي تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د مستقیمو مذاکرات هغه مهم پړاوو پیل شوی چې دواړه لوري به یوې وروستۍ  احتمالې پایلې ته رسوي .

 

د منځګړو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي ، د ٦٠ ورځنیو مذاکراتو د پیل لپاره ښکېلو لوریو په هغه مېکانېزم موافقه کړې چې له مخې یې  په مطرح شویو مسایلو خبرې کېږي.

 

د منځګړو هېوادونو ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« د تفاهم‌لیک پر بنسټ، ګډونوالو د یوې لوړې کچې کمېټې پر جوړولو موافقه کړې، چې د منځګړیتوب پر بهیر به سیاسي څارنه کوي. اصلي مذاکره کوونکي به په منظم ډول دغې کمېټې ته راپور ورکوي او د هغو کاري ډلو مشري به کوي چې د اټومي موضوع، بندیزونو، څارنې او د شخړو د حل پر چارو تمرکز لري، څو د تفاهم‌لیک اغېزمن پلي کېدل یقیني شي.»

 

په سویس کې د دې مذاکراتو د پيلولو لپاره د امریکا ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف هم ګډون درلود چې د خپلو مطرح کړیو غوښتنو پر بنسټ يې د مذاکراتو پيلامه مثبته بللې ده .

 

د امریکا د ولسمشر مرستیال او د دې  هېواد د مذاکراتو مشر جي ډي وېنس ویلي ، که ایران له اټومي پروګرام او په سیمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي، واشنګټن به له تهران سره رغنده اړیکې وپالي.

 

هغه زیاته کړې:« ولسمشر موږ ته دنده راکړې چې نوې پاڼه پرانیزو ، د ایران له خلکو سره خپلې اړیکې بدلې کړو او هغوی ته دوستۍ او همکارۍ لاس ورکړو ، خو پیغام مې د ایران خلکو ته دادی چې کچېرې ستاسو مشرتابه د  سیمې له بې ثباتۍ او اټومي وسلو څخه لاس پر سر شي.»

 

  په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې د منځګړو هېوادونو له هڅو یې ستاینه کړې د مذاکراتو له لارې د هعو عملي شویو موافقو څخه هر کلی کړی چې د ایران د بندرونو کلابندي ورسره ختمه شوې او د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه یې ازاده شوې ده .

 

 نوموړي پر خپله اېکس پاڼه کاږلي ، ایران به د لوبو او سیاست دواړو  په برخه کې هغه ګامونه واخلي چې هېواد ته یې سترې لاسته راوړنې وبلل شي.

 

عراقچي څرګنده کړې:« د فوټبال له ډګره، د مذاکراتو تر مېز او د جګړې تر سنګر پورې، موږ ایرانیان چې هر ګام اخلو، هغه د یوې لویې مبارزې برخه ده. زموږ د ګران ولس د عزت، وقار او کرامت  د دفاع په موخه دی.»

 

د ایران او امریکا په مذاکراتو کې د اختلافاتو اساسي مسایل د ایران اټومي پروګرام ، د هرمز تنګي راتلونکی برخلیک ، د ایران سیمه ییزو ملاتړو ډلو فعالیتونه او د ایران په سوداګرۍ د واشنګټن لګول شوي بندیزونه ګڼل کېږي چې لا یې هم د دواړو لوریو تر منځ د حل په برخه کې اختلافونه ژور دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist