Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو

«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

اسانه درملنه، د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو هغه نوی اپلکېشن دی چې د ناروغ او ډاکټر ترمنځ په اسانه همغږي او په کم وخت کې د درملنې زمینه برابرولی شي. دا اپلکېشن تازه فعاله شوی او خلک په ډېره اسانۍ او وړیا ډول له ډاکټرانو سره نښلوي.

د اپلکېشن د جوړوونکي ټیم غړی عبدالله توطاخېل وايي: « دا اپلکېشن د دې لپاره جوړ شوی چې د روغتیا په برخه کې لاسرسی اسانه شي. د دې کار لپاره ډېر معلومات راټول شوي او څه کم یوه کال په اوږدو کې دا اپلکېشن جوړ شو چې اسانه درمنله یا درمان آسان په نوم د لاسرسي وړ دی.»

په دې اپلکېشن کې د ټولو برخو هغه متخصص ډاکټران ځای پرځای شوي چې د هېواد په کچه د غوره پوهنتونونو اسناد او په غوره او باوري روغتونو کې دندې لري.  جوړوونکي یې وایي، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ له مخې یې دا اپلکېشن جوړ کړی او ټولو اصولو ته په کې پاملرنه شوې.

عبدالله توطاخېل په دې اړه وايي: « هغه څوک چې درملنې یا درملو ته اړتیا  لري، هغه کولی شي په دې اپلکېشن کې د درملو، د درمل جوونکي شرکت او هېواد په اړه معلومات ترلاسه او با کیفیته درمل وپېري.»

دغه اپلکېشن چې د ګډونوالو ډاکټرانو ټول مشخصات په کې موجود دي، د بېړنۍ اړتیا پر مهال کاروونکي ته د نقشې پر بنسټ زمینه برابروي چې تر ټولو نږدې روغتیایي مرکز یا ډاکټر ته لاسرسی ولري. دوی وایي، په لابراتوارونو کې یې د ناروغانو د وینې د ټیسټونو لپاره دا زمینه هم برابره کړې چې له اړونده ډاکټر سره تر اړیکې وروسته به روغتیاپال د وینې اخیستو لپاره ګومارل شوي کسان د ناروغ تر کوره لیږي.

د اپلکېشن د جوړوونکي ټیم غړی عبدالله توطاخېل وايي: « په دې اپلکېشن کې د هېواد بېلابېل درملتونونه راجسټر شوي او نور به هم راجسټر شي. هېوادوال کولی شي د خپل طبي نسخې په لېږلو سره باکیفیته او په مناسب بیه درمل ترلاسه کړي. په دې اپلکېشن کې تر کوره د درملو رسولو خدمات هم شته دي.»

د دې اپلکېشن جوړول په داسې حال کې دي چې په دې ډول نور اپلکېشنونه هم په هېواد کې فعال دي چې ناروغانو ته په انلاین ډول ډاکټران مشورې ورکوي او ان ځینې مخابراتي شبکې خپلو پېرېدونکو ته د روغتیایي مشورو پیغامونه هم استوي چې ډېری افغانان له دې اسانې لارې د خپلې روغتیا په اړه له ډاکټرانو مشورې اخلي، خو د دې اپلکېشن ځانګړتیا بیا دا ده چې کاروونکي یې له ډاکټرانو سره په وړیا ډول اړیکه نیولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی
ټکنالوژي

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist