Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسراييل د روسیې له دښمنۍ ډار لري

اسراييل د روسیې له دښمنۍ ډار لري

shamshadnews by shamshadnews
2018/09/26

اسراييل د روسیې له دښمنۍ ډار لري

د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، له تیرو درېیو کلونو راهیسې یې په سوریه کې د ایران د نفوذ مخه نیولې ده.

نتنیاهو وايي، سوریه کې یوازې د ایران پر مرکزونو بریدونه کوي او د لاسوهنې موخه یې له روسیې سره جګړه نه ده.

د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، په سوریه کې یې درې کلنه جګړه او له اوږدې مودې راهیسې هوايي بریدونه یوازې د ایران او حزب الله پر ضد وو.

د اسراييلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو، ((په تیرو درېیو کلونو کې اسراييل په دې برخه کې ډير بریالی و چې په سوریه کې یې د ایراني ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده. موږ سوریې ته د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو د انتقال مخنیوی هم کړی دی.))

شنونکي وايي، اسراييل دا وضاحت ددې لپاره کوي چې د روسیې له دښمنۍ ډار لري.

نتنیاهو وايي، دغه جګړه یې له روسیې سره نه ده او له هغوی سره به نظامي همکاریو ته دوام ورکړي.

د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو،  ((موږ به په سوریه کې د ایران له شتون مخنیوي ته همداسې دوام ورکړو. په ورته وخت کې به موږ له روسي ځواکونو سره پوځي همکاري هم ولرو. ما له ولادیمیر پوتین سره هوکړه کړې چې په نږدې راتلونکې کې په دې تړاو ناسته هم وکړو.))

 نتنیاهو وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې چې روسیې د تیرې دوشنبې په ورځ سوري ځواکونو ته د دفاعي سیسټم د استولو اعلان وکړ.

مسکو تیره اونۍ اسراييلي ځواکونه په دې هم ملامته کړي و چې په سوریه کې لاسوهنه کوي.

اسراييل د ایدلیب له جګړې وړاندې له سوریې سره په سرحدي سیمو کې هوايي بریدونه پیل کړي او لا دوام لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist