وال سټریت مجلې د یوناني چارواکو له قوله لیکلي،چې دوه پاکستانیانو غوښتل د اسرائیلو او یهودانو په یوه رستورانت وسله وال برید وکړي.
چارواکو ویلي،بریدګر یې له برید وړاندې یې ژوندي نیولي او د هغوی پلان یې له منځه وړی دی.
د یونان د پولیسو په وینا یادو بریدګرو غوښتل،چې د ولسي بې ګناه وګړو ژوند واخلي او د دې هېواد امنیت وګواښي،خو موخې ته ت ر رسیدو وړاندې نیول شوي دي.
هغوی ویلي،نیول شویو کسانو پلان درلود،نور کسان هم له ځان یو ځای او وروسته نور ستر بریدونه هم تر سره کړي،خو دوی د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو دا شبکه له منځه وړې.
بل خوا اسرائیلو ویلي، له یوناني پولیسو سره د دوی استخباراتو مرسته کړې او دا برید له ایرانه پلان شوی وو.
پاکستان او ایران تر دې دمه دې خبر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.