د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي دي،چې قضایي برخه کې د بدلونونو پریکړه چې په کوردننه یې پراخه غبرګونونه پارولي، بېرته واخلي.
بایډن ویلي،هېله لري، نتنیاهو له خپلې پریکړې لاس په سر شي او لاریون کوونکي له لاریونونو لاس واخلي.
د بایډن دغو څرګندونو ته نتنیاهو سخت غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دوی د بهرنیانو په مشورې خپلې پریکړي نه کوي.
هغه ویلي، اسرائیل یو خپلواک هېواد دی او د خپلو خلکو په خوښه خپلې چارې مخته وړي.
نتنیاهو زیاته کړې،چې د خپلو نږدې متحدینو او ملګرو ترڅنګ د بل هېڅ کوم هېواد په فشار خپلې پریکړې نه کوي.