هند او پاکستان د یو بل د جنګي جیټ الوتکو د راغورځولو ادعاوې لري.
هند وايي، د پاکستان ایف شپاړلس جنګي الوتکه یې نن د جمو کشمیر په نوشهره سیمه کې راغورځولې ده.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان ایف شپاړلس الوتکې بمونه هم غورځولي او وروسته د دوی هوايي ځواک دغه الوتکه رانسکوره کړې ده.
له بل لوري بیا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په خپل ټویټ لیکلي، د پاکستان هوايي ځواک د هند هغه دوه جنګي جیټ الوتکې راغورځولي چې د پاکستان تر ولکۍ لاندې کشمیر ته ور اوښتې وې.
غفور لیکلي، پاکستاني ځواکونو د هند یو پیلوټ هم نیولی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، نه غواړي چې له هند سره جګړه وکړي.
خان ویلي، که جګړه پیل شي نه به دی او نه به مودي وکولای شي جګړه کابو کړي.
له دې سره پاکستان خپل هوايي حریم د الوتکو تګ راتګ لپاره بند کړی.
د پاکستان د هوايي چلند ادارې ویلي، چې هوايي حریم یې د هر ډول ملکي الوتکو د تګ راتګ پر وړاندې بند کړی دی.