مسکو ، سوریې ته اېس ۳۰۰ دفاعي سیسټم ورکوي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو وايي، د سوريې ځواکونو د لا تجهیز په موخه سوریې ته دغه دفاعي سیسټم ورکوي.
شویګو زیاته کړه چې په پام کې ده دا دفاعي سیسټم د راتلونکو دوه اونیو په ترڅ کې دمشق ته ورسیږي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، ایس ۳۰۰ دفاع سیسټم تر ټولو مډرن سیسټم دی او د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مستقیم امر استول کیږي.
مسکو په دې وروستیو کې په سوریه کې د لاسوهنې په تور اسرايیل هم ګواښلي دي.
اخوا امریکا بیا د دغه نوي روسي دفاعي سیسټم د کارولو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی.