د چین حکومت ددغه هېواد پر تولیداتو د تعرفو لوړلو او بندیزونو په غبرګون کې د امریکا سفیر احضار کړ.
د چین حکومت په دغه هیواد کې د امریکا سفیر د وروستیو تعرفو پر سر احضار کړی وو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د اعلامیې په خپرولو سره دغه اعلان وکړ چې د امریکا سفیر یې را غوښتی و او پر چینايي تولیداتو د تعرفو او بندیزونو په اړه یې ترې پوښتنې وکړې.
د امریکا له لوري په دغو بندیزونو کې د چین پر امنیتي، دفاعي او سوداګریز بهیر بندیزونه شامل دي.
امریکا په دې وروستیو کې له چین او هند دواړو غوښتنه کړې وه چې له روسیې دفاعي سیسټم و نه پیري چې دا دریم ګړي هیواد په چارو کې لاسوهنه بلل شوې.