Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیوال بانک افغانستان سره ۳۲۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/06

نړیوال بانک له افغانستان سره د ۳۲۵ میلیونو ډالرو بلا عوضه مرستې تړون لاسلیک کړ.

مرسته به افغانستان کې پر اقتصادي پیاوړتیا، خدمتونو وړاندې کولو او اصلاحاتو برخه کې ولګول شي.

نړیوال بانک تمه لري چې له دې مرستې سره به وزارتونو او ښاروالیو کې اصلاحات راشي، ظرفیتونه به لوړ شي او په کور دننه به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا نړیوال بانک افغانستان سره د شاوخوا ۳۸۵ میلیارده دالرو مرستې ژمنه کړې چې ۱۰۳ میلیارده یې په بیلابیلو برخو کې مصرف کړي دي.

نړیوال بانک د چهارشنبې په ورځ افغانستان کې د درې مهمو پروژو ملاتړ وکړ چې ټولیز لګښت یې ۳۲۵ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

مالیې وزارت په ټوله کې د نړیوال بانک مرستې اغیزمنې یادوي.

پوهنه، روغتیا، بشري سرچینې، انرژي، بنسټیز کارونه، اصلاحات، کلیو پراختیا، کرنه او مالداري او ټولنیزه پراختیا هغه برخې دي چې نړیوال بانک له افغان حکومت او افغانانو سره ګډ کار کوي.

کابل کې د نړیوال بانک استازی وایي، له افغان حکومت سره مرسته کوي چې پرمختګ وکړي.

کابل کې د نړیوال بانک مشر شبان چوهدري داسې ویلي (( دغې مرستې سره به کورني بې ځایه شویو او بیرته راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، نهه ولایتونو کې به ښاري پراختیا رامنځته شي او د افغانستان د ملکي خدمتونو ادارې په مشرۍ ۱۵۰۰ کسانو ته به کاري بستونه رامنځته شي او ظرفیتونه به لوړ شي.))

د ۳۲۵ میلیونه ډالرو له جملې به ۲۰۰ میلیونه د کارموندنې برخه کې، ۵۰ میلیونه ښاري پراختیا او ۷۵ میلیونه ډالره به پر دولتي ادارو او وزارتونو کې پر اصلاحاتو او ظرفیت لوړونې ولګول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی
افغانستان

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي
افغانستان

نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

جولای 21, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist