د چین ولسمشر وايي، هېواد یې چمتو دی چې د اوکراین، منځني ختیځ، افغانستان او نورو نړیوالو او سیمهییزو کړکېچونو په اړه، له ټولو اړخونو سره خپلې اړیکې او همغږي پیاوړې کړي.
شي جین پېنګ چې د سه شنبې په ورځ یې د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې ته وینا کوله ویلي چې د دغو کړکېچونو د بنسټیزو لاملونو موندلو او د هغو د سیاسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
شي جین پینګ دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د قرغېزستان په پلازمېنه بشکېک کې جوړه شوې وه، کړې دي.
د چین ولسمشر د خبرو یوه برخه کې راغلي: « نړۍ کې د مخ پر زیاتېدونکو کړکېچونو او هغه څه له امله چې د جګړې دوامداره سیوري دی، دغه سازمان باید لا ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي. د جګړې سیوری لا هم پر نړۍ خپور دی. په داسې حساس پړاو کې چې د بشریت راتلونکی له مهمو ننګونو سره مخ دی، د شانګهای همکاریو سازمان باید مخته لاړ شي، خپل تاریخي مسوولیت پر غاړه واخلي او د راتلونکي لپاره سمه لار وټاکي.»
شي جین پېنګ د افغانستان، منځني ختیځ او اوکراین د ستونزو هواري لپاره د خپل هېواد له لوري د هڅو خبره داسې مهال کړې چې له دې مخکې چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده کړکېچ هواري لپاره هم هڅه کړې وه.
د چین د هڅو په پایله کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره یوازې د غیر رسمي خبرو یو پړاو د چین په ارومچي کې ترسره شو.
که څه هم د ارومچي خبرې د کابل او اسلام اباد ترمنځ غیر رسمي خبرې وي چې په کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې تاوتریخوالی به کموي او ستونزې به د خبرو له لارې هواروي.
د ارومچي خبرې د چین په منځګړیتوب د دواړو لوریو ترمنځ د رسمي خبرو مقدمه بلل کېده، خو له هغې نېټې راهیسې بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اصلي پړاو تر ننه پیل نه شو.
هغه د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو وغوښتل چې اقتصادي پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي، له دودیزو او نوو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ پیاوړې کړي او د تقابل پر ځای، خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.
شي جین پېنګ همداراز د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي ټکنالوژۍ، انرژۍ، شنو صنعتونو او ټرانسپورټي زېربناوو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.
د چین ولسمشر دغه راز ویلي: « چین به د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې کارونې لپاره د همکاریو یو مرکز جوړ کړی او په راتلونکو درېیو کلونو کې به له غړو هېوادونو سره د ټکنالوژۍ په برخه کې ۱۰۰ ګډې پروژې عملي کړي.»
د امنیت په برخه کې د چین ولسمشر د ترهګرۍ، بېلتونپالنې، افراطیت، منظمو جرمونو، نشهیي توکو د قاچاق او مخابراتي درغلیو پر وړاندې د لا نږدې همغږۍ غوښتنه وکړه.
هغه همداراز د اټومي امنیت په برخه کې د څو اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا ملاتړ وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې له هېوادونو سره باید هغوی د موقف او ځواک له توپیر پرته مساوي چلن وشي.
چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا څو هېوادونه د شانګهای همکاریو سازمان غړي دي.
دا سازمان په وروستیو کلونو کې د لوېدیځ په مشرۍ له نړیوالو بنسټونو څخه بهر د همکارۍ لپاره پر یوه مهم ډګر بدل شوی.