د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو له لوري د کابل ښار پنځم مکروریانو د سولې پروژې د بي ۴ بلاک بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د ډبرې اېښودلو غونډې ته خبرو کې ویلي چې په کابل ښار کې د استوګنځایونو، اوبو، برېښنا او نورو اساسي اړتیاوو د ستونزو د حل لپاره هڅې چټکې شوې دي، ترڅو د هېوادوالو د هوسا ژوند لپاره لا ډېرې مناسبې پروژې رامنځته شي.
د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د هېوادوالو د هوسا ژوند لپاره د نویو پراختیايي پروژو رامنځته کولو ترڅنګ، د هغو پخوانیو پروژو د بیا رغونې هڅې هم کوي چې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برابر وايي: « په کابل کې ښار کې د نفوسو زیاتېدو، غیر منظمې پراختیا، د اوبو کموالي، د ښاري نظم خرابېدو، د چاپېریال ککړتیا او عامه خدمتونو د کموالي په برخو کې جدي ستونزې رامنځته شوې دي. له بده مرغه دا ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د نوي کابل ښار او پنځم مکروریان په څېر پروژې کولی شي دا جدي ستونزې په تدریجي توګه هوارې کړي.»
د دې ترڅنګ، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له رامنځته شویو فرصتونه ګټه واخلي او دغه راز یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې لازم فرصتونه برابر او د هغوی د پانګونې ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وايي: « اسلامي امارت زموږ خپل خصوصي سکټور او بهرني پانګوال هڅوي چې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړي. اوس مهال د کور جوړونې لپاره پراخه زمینه برابره ده. اسلامي امارت له هغو ټولو پروژو ملاتړ کوي چې د هېواد د پرمختګ لپاره ورته اړتیا ده.»
بله خوا، د کور او ښار جوړولو وزیر بیا وايي چې د پنځم مکروریانو د سولې پروژه چې له کلونو ځنډ وروسته پیل شوې، د ۱۳ سوه جرېبه ځمکې په مساحت پلې کېږي اوپه بشپړېدو سره به يې ۲۵ زره کسانو ته د معیاري ژوند اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي د یوشمېر ولایتونو په مرکزونو کې د ښاري ماسټر پلانونو د تطبیق خبر هم ورکړ.
د کور او ښارجوړولو وزیر، نجیبالله حیات حقاني وايي: « هغه خلک چې غواړي د افغانستان دغه اقتصادي بهیر ټکنی کړي، څرګند پیغام ورکوو چې هېڅوک به زموږ اقتصادي حرکت ونه شي درولی. د هرات، خوست، لوګر ولایتونو ماسټر پلانونه تایید شوي او نږدې راتلونکي کې به د خوست، ننګرهار او کندهار ماسټر پلانونه هم منظور شي.»
بل پلو، د پنځم مکروریانو د سولې پروژې قراردادي شرکت مسوولین وايي، د دې پروژې رغنیزې چارې د نني عصر د پرمختللو وسایلو په واسطه پر مخ ځي. د مسوولانو په خبره، په دې پروژه کې ۲۰۰ بلاکونه شامل دي چې هر بلاک ۲۵۰ اپارتمانه لري او اوس مهال دغه پروژه کې۵۰۰ افغان کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د قراردادي شرکت مسول، بهادر ایدوغان وايي: « د دې پروژې له مهمو ځانګړتیاوو څخه یوه هم د ټونل قالب ساختماني جوړښت کارول دي. دا سیسټم یو عصري او اغېزناک ساختماني مېتود دی چې نه یوازې د ودانیزو چارو سرعت او کیفیت لوړوي بلکې بلکې د ودانیو مقاومت او استحکام د ۹ درجې زلزلې پر وړاندې هم زیاتوي.»
د دې پروژې عملي چارې داسې مهال روانې دي چې د کابل ښار ډېری اوسېدونکي د بې کورۍ او په لوړو بیو د کرايي کورونو له رانیولو شکایت کوي.
دوی له اسلامي امارت غواړي چې د بې کوره خلکو لپاره دې په کابل ښار کې استوګنیز بلاکونه زیات کړي، ترڅو د خلکو د دایمي سرپناه ستونزه تر یوې کچې حل شي او حکومت ته هم د یوې ننګونې په توګه دغه چاره اسانه شي.