Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/10

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ناسمو سیاستونو  که له یوې خوا د دواړو لورو  عام خلک له اقتصادي، ټولنیزو او کاروباري ستونزو سره مخ کړي، بله خوا یې هغه پالیسۍ هم ښکاره کړې چې د دې هېواد چارواکو یې د لسیزو راهیسې په مختلفو بڼو د تطبیق هڅه کوله. 

د دې هېواد طبي شورا وروستۍ پرېکړه چې له مخې به یې له پاکستاني پوهنتونو څخه افغان زده کړیالان یوازې په ۲۴ ساعتونو کې خپل هېواد ته ستانه شي، د اسلامي امارت، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو، پاکستاني سیاستوالو او  د دواړو هېوادونوخلکو په سختو ټکو غندلې او هغه یې له نړیوالو نورمونو سره په ښکار ټکر کې بللې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې له ټولو افغان زده کړیالانو چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او پاتې زده کړې په کوردننه بشپړې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند، حافظ ضیا هاشمي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت ټولو هغو افغان محصلانو او استادانو ته چې په بهرنیو ملکونو کې په زده کړو بوخت او له ستونزو سره مخ دي، ډاډ او اطمینان ورکوي چې لوړو زده کړو وزارت د هېواد په داخل کې د هغوی د زده کړو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. لوړو زده کړو وزارت محصلانو ته په هېواد کې دننه د خپلو پاتې زده کړو د دوام او استادانو ته د خدمت او عملي فعالیت زمینه برابروي.»

د دې ترڅنګ، د اسلامي امارت  ویاند هم د پاکستان دغه اقدام غیر انساني او  خواشینونکی بللی او له اسلام اباد یې غوښتي چې د خپلې پرېکړې په اړه له سره غور وکړي.

ذبیح الله مجاهد وايي: « دا چې پاکستان پرېکړه کړې چې زموږ د طب محصلین له دې هېواد څخه اخراج کړي، دا د تأسف وړ خبره او غیر بشري او غیر انساني کړنه ده. په لومړي سر کې موږ د دې غوښتنه کوو چې پر دې پرېکړې له سره کتنه وشي؛ دویم دا چې د لوړو زده کړو وزارت چمتوالی لري هغه محصلین چې له بهر څخه راځي، خپلې زده کړې له هماغه ځایه پيل کړي چې ترې پاتې شوې دي. په دې اړه جدي کار جریان لري.»

همدارنګه، د بښنې نړیوال سازمان بیا د پاکستان دا ډول کړنه د زده کړیالانو په حق کې تېری بللی او له اسلام اباد یې غوښتي چې د بشردوستانه پالیسو په رڼا کې عمل وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: « د پاکستان طبي شورا(PMDC) هغه پرېکړه چې له مخې یې په پاکستان کې د طبي زده کړو افغان زده کړیالان  بېرته افغانستان ته ستنول کېږي، په ښکاره ډول تبعیضي او له خپل سري چلن څخه ډک عمل دی.»

د دې غبرګونو ترڅنګ، په خیبرپښتونخوا او پاکستان کې ګڼو سیاسي څېرو او مشهورو خبریالانو هم دا پرېکړه د یوه ګاونډي هېواد په توګه د اسلامي حقونو او نړیوالو اصولو سره په ښکاره ټکر کې بللي او دا اقدام یې د پاکستان د هغو پالیسو برخه بللې چې د افغانانو  د مجبور ساتلو لپاره یې تل تعقیب کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026
پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري
افغانستان

پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 10, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist