د افغانستان کرېکټ بورډ چارسمبالی میرویس اشرف ويلي، د کرېکټ د نړیوالې شورا د غوښتنو او وړاندیزونو په پوره کولو یې کار پیل کړی او ډېر ژر به یې دغې شورا ته وسپاري.
د کرېکټ نړیوالې شورا څو ورځې وړاندې ویلي ول، د افغانستان د کرېکټ بورډ کې د کارونو د ارزولو لپاره یې کاري کمېټه ټاکلې ده.
د کرېکټ نړیواله شورا غواړي پوهه شي،چې د بورډ مشرتابه د افغانستان د کرېکټ بورډ د اساسنامې پر اساس ټاکل شوی او واکمن نظام یې په چارو کې لاسوهنه نه کوي او خپلو کارونو ته یې پرېږدي.
د کرېکټ نړیوالې شورا غواړي، ډاډ ترلاسه کړي،چې اسلامي امارت د کرېکټ د متوازن پرمختګ لپاره ژمن دی.
میرویس اشرف ويلي، واکمن نظام په افغانستان کې د کرېکټ د پرمختګ پوره ننګه کوي او د مشر په توګه یې ده ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
Discussion about this post