پاکستان به روان کال د افغانستان او هند پر ضد ترهګریز بریدونه وکړي.
له پاکستانه به د افغانستان او هند پرضد ترهګریز بریدونه دوام ولري.
د امریکا استخباراتو ویلي، د پاکستان په ملاتړ به ځینې ترهګرې ډلې په روان کال کې د امریکا د ګټو په ګډون د افغانستان او هند پر ضد بریدونه وکړي.
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډانیل کوټس ویلي، د پاکستان دا دریځ چې له ترهګرو ملاتړ کوي او د خپل سیاست لپاره یې کاروي د امریکا هڅې زیانمنوي.
له دې سره کوټس ویلي، افغان امنیتي ځواکونو په عمومي توګه ستر ښارونه او حکومتي مرکزونه ساتلي، خو طالبانو هم په ورته وخت کې ستر بریدونه زیات کړي دي.
د امریکا استخباراتو دا هم ویلي، چې زیات افغان امنیتي ځواکونه پر دفاعي چارو بوخت دي او د لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې کافي ځواک نه لري.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.