د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا لنډمهاله پرانیسته به ددې لپاره وي چې پولې پر سر د دیوال جوړولو په اړه پکې خبرې اترې وکړي.
هغه وايي، که دا لنډمهاله خبرو هم پایله ور نه کړه بیا اړ دي چې په امریکا کې بیړنی حالت اعلان کړي.
ټرمپ دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې نانسي پلوسي ترې وغوښتل چې په دې تړاو دې کانګرس سره ناسته وکړي.
ټرمپ خبرداری ورکړ چې که کانګرس یې خبره و نه منله اړ دی چې بیړنی حالت اعلان کړي.
ډونالډ ټرمپ وویل، ((زه فکر کوم چې موږ یو چانس لرو، دا ډير ښه چانس دی. موږ به له ډیموکراټانو سره ګډ کار وکړو. و به ګورو چې څه کیږي. که دغه کار کومه پایله ور نه کړه نو اړ یو چې بیړنی حالت اعلان کړو. دا به په ملي کچه بیړنی حالت وي.))
بل لور ته د کانګرس غړي او یو شمیر سناتوران د ټرمپ پر دې دریځ نیوکه کوي او زیاتوي چې باید د کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخ نشي.
د امریکايي ادارو د ځنډ نن ۳۵ ورځې پوره کیږي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږد مهالی ځنډ ګڼل کیږي.