افریقايي هیواد مالي کې له شل زرو زیاتې تښتول شوې نجونې موندل شوې دي.
دغه نجونې د نایجریا هیواد اوسیدونکې دي چې د جنسي ځورونې او قاچاق لپاره تښتول شوې وې.
نایجریا کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې دفتر د تښتول شویو نجونو دا شمیر د ۲۰ زرو او ۴۵ زرو ترمنځ بللی او وايي غواړي چې بیرته یې نایجریا ته واستوي.
د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي دا نجونې د نایجریا له لریو پرتو سیمو تښتول شوي دي.
اوس مهال په مالي کې له یو میلیون زیات نایجریايي اوسیدونکي، دیره دي.
په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام ډلې هم کابو درې سوه ښځینه زدکوونکې تښتولې وې چې په تدریجي ډول یې بیرته خوشې کړې.