Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی

نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/26

د نومبر ۲۵ مه،  د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ ۱۶ ورځې د نړیوال کمپاین په توګه په دې موخه نمانځل کېږي چې د ښځو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی حقونه تامین شي او د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام کوي.

په همدې ورځ نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه تر ډېره د هغو ښځو د دفاع لپاره خپل ملاتړ اعلانوي چې په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو له محدودیتونو سره مخ دي.

په ملګرو ملتونو کې د ښځو د حقونو څانګې ویلي: « په ټوله نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو څخه یوې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی تجربه کړی. ډېر ځله هغه ښځې او نجونې چې د تاوتریخوالي پر وړاندې خپل غږ پورته کوي، له بې‌باورۍ، ګرم او ملامت ګڼلو  او چوپتیا سره مخ کېږي. چوپتیا ماته کړئ! د تاوتریخوالي د قربانیانو خبرې او ادعاوې ومنئ! د عدالت غوښتنه وکړئ!»

د بښنې نړیوال سازمان اسیا څانګې ویلي: « په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې، د پنځم پرله‌پسې کال لپاره، افغان ښځې او نجونې د اسلامي امارت  چارواکو له خوا له سیسټماټیک تبعیض او ناوړه چلن سره مخ دي. د سږني کال د مبارزې ۱۶ ورځني کمپاین له نوښت سره یوځای شئ او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ملاتړ او پیوستون کې خپل غږ پورته کړئ.»

اوسمهال تر ډېره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ یو شمېر هېوادونه او سازمانونه د خپلو شخصي موخو په توګه کاروي او د اصلي هدف پر ځای د  بشري حقونو مسله د دې ورځې برداشت ګڼي.

په نړۍ کې هغه هېوادونه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه په کې په بې ساري توګه لوړه ښکاري او تر ډېره اروپايي هېوادونه یاد شوي دي.

بله خوا په افغانستان کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، افغان مېرمنو ته یې د اسلامي اصولو سره سم ټول حقونه تامین کړي او د هغوی پر وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي هر ډول ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې.

د مسوولینو په خبره، د روان لمریز کال له پیل راهیسې یې څه باندې۳۵۰۰  قضیې څېړلې دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند، محمد اسلم بادریوال وايي: « د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت منسوبینو د روان ۱۴۰۵ هجري لمریزکال په لومړیو اتو میاشتو کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳ زره ۵۶۰ قضیو ته رسېدنه کړې چې له ډلې یې ۱ زره ۷۵۳ پېښې د ښځو پر وړاندې د ظلم، تېري، فزیکي او رواني کورني تاوتریخوالي قضیې دي.»

افغان مېرمنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې رامنځته شوي خدمتونه ستايي، خو غوښتنه لري چې د دوی د حقونو په برخه کې باید زده کړو او کار ته هم په بشپړه توګه اجازه ورکړل شي. 

د نجونو د زده‌کړو په تړاو په ځلونو اسلامي امارت خپل نظر څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې تر امر ثاني ده او د اسلامي چوکاټ له جوړېدو سره سم به کار او له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

له زده کړو بې برخې شوې، لیدا حمید وايي: « په دې وروستیو کې د ټولې نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ثبت شوې دي. د دې لپاره چې ښځې وکولی شي خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی ولري، باید لپاره یې هر اړخیزې هڅې وشي. که چېرې نړۍ په افغانستان کې له زده کړو د ښځو محرومیت ته تاوتریخوالی وايي، دا په اصل کې تاوتریخوالی نه بلکې د ښځو حق دی. د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو له ټینګېدو سره باید د ښځو دغه لومړنی حق او نور حقوق هم په رسمیت وپېژندل شي.»

له دې سربېره، د ملګرو ملتونو په هغه سر شمېرنه کې چې له ۱۵ څخه تر ۴۹  کلنو مېرمنو په تړاو یې په ۵۴ هېوادونو کې ترسره کړې.  افغانستان د ۰.۲ سلنو پېښو په درلودو سره د دې هېوادونو په وروستۍ برخه او سوېلي افریقا د ۳۳.۹ پېښو په لرلو سره، د دې هېوادونو په لومړي سر کې ځای لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي
افغانستان

اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي

نوومبر 26, 2026
اڅکزی: د پاکستان اوسني حکومت د افغانستان په اړه د انګرېزانو په پله روان دی
افغانستان

اڅکزی: ښايي نړیوال قدرتونه د طبیعي زېرمو لوټلو لپاره سیمه کې تقابل ته مخه کړي

نوومبر 26, 2026
کابل ښار ته راستانه شوي کډوال له سخت ژوند شکایت کوي
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان ته راستانه شوي کډوال له ناوړه حالت سره مخ دي

نوومبر 26, 2026
پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي
افغانستان

پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

نوومبر 26, 2026
قطر او امریکا د سټراټیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې
افغانستان

قطر او امریکا د سټراټیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې

نوومبر 26, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی

نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی

نوومبر 26, 2026
اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي

اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي

نوومبر 26, 2026
اڅکزی: د پاکستان اوسني حکومت د افغانستان په اړه د انګرېزانو په پله روان دی

اڅکزی: ښايي نړیوال قدرتونه د طبیعي زېرمو لوټلو لپاره سیمه کې تقابل ته مخه کړي

نوومبر 26, 2026
کابل ښار ته راستانه شوي کډوال له سخت ژوند شکایت کوي

ملګري ملتونه: افغانستان ته راستانه شوي کډوال له ناوړه حالت سره مخ دي

نوومبر 26, 2026
منځنۍ اسیا ته د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره لوړه شوې

منځنۍ اسیا ته د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره لوړه شوې

نوومبر 26, 2026
پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

نوومبر 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist