Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر او امریکا د سټراټیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې

قطر او امریکا د سټراټیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/26

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قطر او امریکا د سټراټیژیکو خبرو اترو په اتم پړاو کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث شوی، خو د افغانستان په تړاو یې د خبرو اترو جزئیات نه دي خپاره کړي.

د قطر او امریکا دغه خبرې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې شوې چې مشري یې د قطر او متحده ایالتونو  د بهرنیو  چارو وزیرانو کوله.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د خبرو اترو پر مهال د افغانستان، غزې، سورې، لبنان، ایران او د افریقا او لاتینې امریکا د ځینو هېوادونو پر وضعیت هم خبرې شوې دي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي: « د قطر او امریکا د سټراټیژیکو خبرو اترو په اتم پړاو کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث شوی. د امریکا او قطر په ګډه اعلامیه کې هم د افغانستان په ګډون د بېلابېلو سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه د دواړو هېوادونو پر ګډو سیاسي لومړیتوبونو ټینګار شوی.»

د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دوحې او واشنګټن د ګډ بیان په استناد ویل شوي چې دواړه هېوادونه د داسې راتلونکي د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي چې پر سولې ولاړ وي او ترهګرۍ ته په کې ځای نه وي.

د قطر چارواکو همدارنګه د منځګړیتوب، د شخړو د سوله‌ییز هواري، بشري مرستو او د کړکېچونو د کمولو په برخو کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

په دې غونډه کې د افغانستان یادونه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان په اړه د واشنګټن او دوحې ترمنځ ډېپلوماټیکې مشورې دوام لري، خو د افغانستان په تړاو د دواړو هېوادونو د مشخصو پرېکړو او احتمالي اقداماتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

افغان شنونکي د افغانستان په تړاو د قطر دولت نېک دریځ ته په کتو هیله مند دي چې دوحه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې او په تېره بیا، له امریکا سره د تعامل رامنځته کولو په برخه کې د یوه پله رول لوبوي.

د سیاسي چارو شنونکی، اختر محمد راسخ وايي: « قطر غواړي د اسلامي امارت او غربي نړۍ ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو  په مختلفو بڼو او لارو له اسلامي امارت سره د تعامل لاره هواره کړي. افغانستان ته بې طرفي او اقتصاد محور سیاست تر نورو لارو غوره دی.»

شنونکي په ورته وخت کې افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې باید د بې طرفۍ اصل ته ژمن پاتې شي او د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سیالیو په ډګر د بدلېدو مخنیوی وکړي.

دوی د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي ستایي او وايي چې له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو پاللو همدا تر ټولو غوره لار ده.

د قطر دولت او متحده ایالتونو دغه ګډ بحثونه داسې مهال شوي چې د قطر دولت تر دې مخکې د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ هم د مثبت تعامل رامنځته کولو هڅې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي
افغانستان

پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

نوومبر 26, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي
افغانستان

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی
افغانستان

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو
افغانستان

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
افغانستان

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

Cele tocmac bune site-uri ş poker de bani reali secret forest slot între România

نوومبر 26, 2026

Bingo Slot tennis stars Meci Grabnic în Y8 com

نوومبر 26, 2026

Bingo Joc Acum în Y8 legătură serioasă com

نوومبر 26, 2026
پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

نوومبر 26, 2026

Lucky Days – 1.000 wie man den Bonus in verde casino verwendet Bonus + 100 Book of Dead Freispiele

نوومبر 26, 2026

Angeschlossen Kasino Provision abzüglich multibanco Casino Einzahlung 2026 – No Anzahlung Spielbank Prämie

نوومبر 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist